د روسیې حکومت د جمعې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۷مه) په هغه هېواد کې د سخاروف مرکز په نامه د بشري حقونو یو مهم سازمان بند کړ.
دا ځپونکی اقدام د هغو لیبرالو سازمانونو په وړاندې د کرملین د کړنو یوه برخه ده چې په اوکراین کې د مسکو د پوځي مداخلې په ګډون د حکومت کړنې ننګوي.
د مسکو ښار محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي د سخاروف د سازمان د منحلولو پریکړه یې کړې چې شاوخوا درې لسیزې وړاندې رامنځته شوی و، ځکه چې په وینا یې دې مرکز په غیرقانوني ډول کنفرانسونه او نندارتونونه تنظیم کړي.
د بشري حقونو فعال او د نوبل جایزې ګټونکي اندري سخاروف ته وقف شوي، دې سازمان د ۱۹۹۶ کال راهیسې د سلګونو مناظرو، نندارتونونو او نورو پیښو کوربه توب کړی دی.
په ۲۰۱۵ کال کې په زرګونو خلک پدې سازمان کې راټول شوي وو ترڅو د روسیې مخالف سیاستوال بوریس نیمتسوف ته چې د کرملین دیوالونو ته نږدې ترور شوی و، خپل وروستي درناوی وکړي.
بوریس نیمتسوف، د روسیې پخوانی مرستیال صدراعظم او د ځوانې روسیې د غورځنګ بنسټ ایښودونکی او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت مخالف و. هغه د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ۲۷ مه هغه مهال د یو نامعلوم کس له خوا په ډزو ووژل شو، چې کریملین ته له غزیدلي پله څخه تیرېده.
دمخه تر دې د سخاروف سازمان د روان کال په اپریل میاشت کې له خپل کار او فعالیت له تاریخي ځای څخه وایستل شو.
د کرملین سیاسي منتقدین وايي چې د مسکو مقامات د اپوزیسیون د تاریخي ځپنې د پراخولو په حال کې دي او اکثر مخالف شخصیتونه یا په زندان کې او یا په جلاوطنۍ کې دي او د بشري حقونو سازمانونه یو د بل پسې بندیږي.
د روان کال په جنورۍ میاشت کې یوې محکمې په روسیه کې د «مسکو هیلسنکي ګروپ» په نوم د بشري حقونو د یو سازمان د تړلو امر وکړ.
فورم \ دبحث خونه