د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د کاملا هریس په ګډون په ۹۰ امریکايي او کاناډايي چارواکو بندیزونه ولګول


د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس
د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس

روسیې په یو غچ اخیستونکي‌ اقدام کې نن پنجشنبه اپریل ۲۱ (غوايي لومړۍ) د امریکا د ولسمشر د مرستیالې کاملا هریس او د فیسبوک د مشر مارک زکربرګ په ګډون په لسګونو امریکایي او کاناډايي مقاماتو بندیزونه ولګول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ۲۹ امریکايانو او ۶۱ کاناډایانو یې بندیزونه لګولي، چې د دفاع او سوداګرۍ د برخې مشران او خبریالان په کې شامل دي.

مسکو وايي د نویو بندیزونو په دغه لست کې د هغو کسانو نومونه شامل دي چې د روسیې په اړه «د ویرې/ترهې» د خپرولو د سیاست مسولین دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس په دغه لست کې د امریکا د بهرنیو چارو او د فاع وزارت د ویاندانو ند پرایس او جان کربي نومونه هم شامل دي.

ښاغلي پرایس ویلي دي ویاړي چې نوم یې په دې لست کې شامل دی او روسیه یې پارولې ده.هغه وویل چې «د روسیې حکومت خپلو خلکو ته درواغ وايي»، له خپلو ګاونډیانو سره وحشي چلند کوي، غواړي داسې یوه نړۍ ودانه کړي چې ازادي په کې محدوده وي او د ښاغلي پرایس په خبره هغوی چې غواړي بله لاره غوره کړي، «خاموشه کړل» کېږي.

ښاغلي کربي بیا ویلي دي:«دا ښه لست دی چې په کې واوسم.»

د امریکا متحده ایالتونه په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په مسکو باندې د نړیوالو بندیزونو د بهیر مشري کوي، دغو بندیزونو روسیه له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړې ده.

امریکا او اروپايي ټولنې د ولسمشر پوتین او د هغه د دوو لورګانو په ګډون په یو شمېر لوړ پوړیو روسي چارواکو بندیزونه لګولي دي. د روسیې د بندیزونو په نوي لست کې د امریکا د دفاع وزارت د مرستیالې کاتلین هیکس نوم هم شامل دی.

روسیې تر دې مخکې په خپل هېواد کې د فیسبوک او انستاګرام ټولنیزو شبکو فعالیتونه هم بند کړي وو او هغوی یې «افراطي سازمانونه» یاد کړي ‌وو.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی. کیف وايي په دغه یرغل کې زرګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي او روسیې «جنګي جنایتونه» کړي دي. خو روسیه دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG