د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه له اوکراین څخه خپل دپلوماتان وباسي 


د روسیې دولتي خبري اژانس "تاس" د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ (کب ۴) رپوټ ورکړ چې روسیې په اوکراین کې د خپل سفارت او قنسلګریو د کارکوونکو تخلیه پیل کړې ده.

د روسیې د تاس اژانس د خبر په بنسټ په کیف کې د روسیې سفارت تائید کړې چې د سفارت او پدې هیواد کې د روسیې د دریو قنسلګریو کارکوونکو ایستل پیل شوي دي.

د اسوشیتدپرس اژانس رپوټ ورکړی چې په اوکراین کې د روسیې د سفارت د ودانۍ پر سر د روسیې بیرغ هم نه لیدل کیږي.

پدې ترڅ کې اوکراین هم په پام کې لري چې له روسیې سره خپلې دپلوماتیکې اړیکې وشلوي او په همدې دلیل یې خپل سفیر له روسیې څخه راغوښتی دی او د خپلو ټولو هیوادوالو څخه یې غوښتي چې له روسیې ووځي.

دغه اقدامات وروسته له هغې وشول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د دوشنبې په ورځ د اوکراین دوه جلاغوښتونکو سیمې لوهانسک او دونتڅک د خپلواکو هیوادونو په توګه په رسمیت وپیژندلې او د روسیې ځواکونو ته یې امر وکړ چې په دواړو سیمو کې د "سوله ساتو" په توګه ځای پر ځای شي.

د روسیې ددغه اقدام په غبرګون کې لویدیځ پر روسیې باندې یو لړ بندیزونه ولګول. په لسګونو هیوادونو د روسیې بانکونه د نړیوالو بازارونو څخه وایستل، جرمني د روسیې څخه د شمال بحیرې له لارې د ګازو د انتقال د پایپ لاین پروژه ودروله او متحده ایالاتو هم پر روسیې بندیزونه اعلان کړل.

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره غونډه ونکړي او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پوتین له لورې د یوکراین دوو سیمو د خپلواکۍ د رسمیت پیژندلو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره خپله کتنه چې د پنجشنبې د ورځې لپاره پلان شوې وه، لغو کړه.

ښاغلي بلینکن وویل چې موافقه یې کړې وه چې یواځې په هغه صورت کې لاوروف سره خبرې کوي چې روسیه پر اوکراین برید ونکړي. بلینکن په واشنګټن کې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره له کتنې وروسته وویل: "اوس چې ګورو یرغل د پیل کیدو په حال کې دی او روسیې په څرکنده په کلي توګه دپلوماسي رد کړې ده، د لاوروف سره کتنه منطقي نده. "

د ارامتیا لپاره د څو اونیزو هڅو وروسته اوکرایني مقاماتو د چهارشنبې په ورځ د اوسني وضعیت څخه خپله اندیښنه په ډاګه کړه. د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت له خپلو هیوادوالو وغوښتل چې روسیې ته له سفر کولو ډډه وکړي او که په روسیه کې اوسي ژر تر ژره دې هغه هیواد نه ووځي، ځکه ددغه وزارت په وینا د مسکو "تجاوز" کیدای شي په پام وړ کچه د قنسلي خدماتو چارې راکمې کړي.

له دې سربیره د اوکراین د ملي امنیت او دفاع د شورا رئیس په ټول هیواد کې د بیړني حالت د رامنځته کیدو غوښتنه کړې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وروسته له هغې چې متحده ایالاتو او اروپایي متحدینو یې د روسیې د تشدد په صورت کې پر هغه هیواد د جدي بندیزونو د لګولو په اړه څرګندونې وکړې د لویدیځو هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې نور منتظر نشي.

هغه د چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ولیکل: "مونږ له خپلو شریکانو څخه غواړو چې پر روسیې نور زیات بندیزونه ولګوي. اوس باید د پوتین د درولو لپاره فشارونه زیات شي. اقتصاد او ملاتړو باندې یې ضربه ووهئ. زیاته [ضربه] ورکړئ. قوي [ضربه] ووهئ. همدا اوس [ضربه] ووهئ. "

په امریکا کې د روسیې سفیر د بندیزونو په غبرګون کې په یوه وینا کې ویلي چې "بندیزونه نشي کولای ستونزه حل کړي". هغه زیاته کړې چې روسیه د محدودیتونو تر ګواښ لاندې په خپله بهرنۍ پالیسۍ بیا کتنه نه کوي.

XS
SM
MD
LG