د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه پر طالبانو د بندیزونو سپکول غواړي


د افغانستان لپاره د پوتین ځانگړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د پوتین ځانگړی استازی ضمیر کابلوف

روسیه چمتو ده چې د افغانستان پر طالبانو د ملگرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د لگول شویو بندیزونو په کمولو کې، نرمښت وښیي. د تاس خبري آ‏ژانس د دغه ټکي په خپرونو، افغانستان ته د جمهور رئیس پوتین د ځانگړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چې روسیه د ملي روغې جوړې په برخه کې د افغان حکومت د هلو ځلو ملاتړ کوي.

ښاغلي کابلوف ویلي چې که پر طالبانو د لگول شویو بندیزونو د کمولو په برخه کې د روسیې نرمښت د افغانستان د ملي گټو پرخلاف نه وي، نو روسیه چمتو ده چې دغه راز نرمښت وښیي. هغه زیاته کړې چې: "هیڅ څوک اوس د طالبانو پروړاندې د پوځي بریا خبرې نه کوي، خو په همدې حال کې د ملې روغې جوړې د پالیسۍ تطبیق به، واک ته د طالبانو د راستنیدلو په معنا وي."

په ظاهره توگه ښاغلي کابلوف دا خبره مطرح کړې چې په افغانستان کې داعش ته د منسوبې ډلې د پرمختگ د مخنیوي په خاطر، ستر قدرتونه باید له طالبانو سره د جوړجاړي لاره غوره کړي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په ٢٠١١ میلادي کال کې ١٩٨٨مه شمیره پریکړه لیک تصویب کړ چې په کې طالبان سولې ته گواښ بلل شوی او ویل شوي چې د طالبانو د ډلې شتمني دې کنگل ‍شي، د دغې ډلې د غړو پر سفر دې بندیز وي، او پر هغو وگړو او تاسیساتو دې هم بندیزونه ولگول شي کوم چې په طالبانو پورې اړوند تشخیص شي.

خو په دې وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې داعش یا د اسلامي دولت ډلې پورې تړلي داسې تندلاري راپیدا شول چې طالبان هم د هغو کړه وړه "وحشیانه" بولي.

د روسیې د جمهور رئیس ځانگړي استازي ضمیر کابلوف تیره اونۍ هم وویل چې په افغانستان کې له داعش ډلې سره د مبارزې په برخه کې د روسیې گټې، په همدې برخه کې د طالبانو له گټو سره سمون خوري.

ښاغلي کابلوف زیاته کړه چې روسیه له طالبانو سره د معلوماتو د راکړې ورکړې په منظور، له هغو سره د اړیکو کانالونه هم تاسیس کړي، خو طالبانو دغه ډول رپوټونه رد کړي دي.

روسیه اوس مهال په سوریې کې په هوایي بریدونو هم بوخته ده او وایي چې د دغو بریدونو هدف یې، په هغه هیواد کې د داعش ډلې له پښو غورځول دي. بل پلو روسیه دا اندیښنه هم څرگندوي چې ښایي د داعش ډله په افغانستان کې چې د پخواني شوروي اتحاد له درییو جمهوریتونو سره گډه پوله لري، هم خپل نفوذ پراخ کړي.

ژباړه: احمد ف‏ؤاد لامع

XS
SM
MD
LG