د لاس رسي وړ اتصالات

د لویدیځ د بندیز غبرګون؛ روسیې د تیلو د کم تولید موده نوره هم وغځوله 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

روسیې نن سه شنبه مارچ ۲۱ (حمل لومړۍ) اعلان وکړ چې د تیلو د کم تولید د پرېکړې موده یې د جون میاشتې تر اخره پورې غځولې ده.

ټاکل شوې وه چې دا موده د مارچ په پای کې پای ته ورسېږي، روسیې دا پرېکړه د مسکو په نفتي سکتور باندې د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو په غبرګون کې کړې وه.

فرانس پرس د روسیې د دولتي‌ رسنیو په حواله لیکلي دي چې د دغه هېواد د انرژۍ په چارو کې د صدراعظم مرستیال الکساندر نوواک ویلي دي: «د مارکیټ اوسني وضعیت ته په کتو، په خپله خوښه هره ورځ د ۵۰۰زره بیرل تیلو د تولید پرېکړه به د ۲۰۲۳ کال تر جون پورې عملي وي.»

نوواک، تېره میاشت د روسې په نفتو باندې د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو له اعلان وروسته، د تیلو د تولید د کمولو، چې د ورځنیو تولیداتو پنځمه برخه یې جوړوي، پرېکړه وکړه.

نوواک ویلي دي: «اوس روسیه د تولید د کموالي ټاکل شوې اندازې ته نژدې شوې- چې په راتلونکو ورځو کې به ورته ورسېږي.»

روسیې د تېرکال په فبرورۍ کې په اوکراین یرغل پیل کړ او له هماغه راهېسې لویدیځ د هغه هېواد د نفتو په تولیداتو باندې د بندیزونو سربېره په نورو برخو باندې هم کلک بندیزونه لګولي دي.

د روسیې د انرژۍ په برخې باندې د بندیزونو د لګولو یو هدف دا ښودل کېږي چې روسیه ونشي کړای په اوکراین کې د جګړې لګښتونه پوره کړي.

د انرژۍ نړیوالې ایجنسۍ ویلي دي چې د تېرکال په پرتله په فبرورۍ کې د روسیې د تیلو واردات نیمايی کم شوي وو. روسیه په نړۍ کې د نفتو د تولید یو ستر هېواد بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG