د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د ستراتیژیکو اټومي ځواکونو پراخ عملیات کوي  


د روسیې پوځ نن د فبرورۍ په ۱۸ (سلواغې ۲۹) اعلان وکړ چې د اټومي ستراتیژیکو ځواکونو پراخ عملیات کوي؛ هغه اقدام چې پر اوکراین برید ته د مسکو د تیارۍ څخه د لویدیځ د ډار په ترڅ کې ددې هیواد اټومي ځواک ته اشاره کوي.

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، پخپله ددغو پوځي تمرینونو څارنه وکړي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې ددغو تمرینونو په ترڅ کې به اوږد واټڼ ویشتونکي بالستیک میزایل او د کروز میزایل وتوغول شي.

دمخه تر دې امریکایي مقاماتو ویلي وو چې د روسیې دغه تمرینونه د اوکراین د کړکیچ په وجه مخکې له وخته ترسره کیږي، چې پر کیف باندې د برید لپاره د مسکو تیارۍ ته اشاره کوي.

روسیه هر کال د مني په فصل کې د ستراتیژیکو اټومي ځواکونو تمرینونه کول، خو دا ځل یې دغه تمرینونه مخکې له وخته پیل کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې ددغو تمرینونو هدف د پوځي تیاري څرنګوالی او ددې هیواد د اټومي وسلو څخه ډاډمن کیدل دي.

دا پداسې حال کې دي چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تیره ورځ خبرداری ورکړ چې روسیه به د څو ورځو په ترڅ کې پر اوکراین برید وکړي.

د کرملین ویاند دمتري پسکوف، وویل چې بهرنیو شریکانو ته یې ددغو تمرینونو د ترسره کیدو په اړه خبر ورکړی دی او باید دا د لویدیځ د اندیښنې سبب نشي.

د اوکراین په ختیځ کې تاوتریخوالیاو اندیښنې

د اوکراین په ختیځ کې جلاغوښتونکو نن اعلان وکړ چې ددې سیمې ملکي وګړي پداسې حال روسیې ته انتقالوي چې د روسیې او لویدیځ ترمنځ پر اوکراین باندې د مسکو د برید په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

د اوکرایني جلاغوښتونکو چې روسیه یې ملاتړ کوي او د اوکراین د حکومت ترمنځ نښتې په ۲۰۱۴ کې پیل او تر اوسه د شاوخوا ۱۴زرو کسانو د مړینې سبب شوي دي.

د اوکراین په دونتسک سیمه کې د جلاغوښتونکو مشر دینیش پوشیلین، وویل چې لومړی به ماشومان او زیات عمر لرونکي کسان هغو پناه ځایونو ته چې په روسیه کې تیار شوي انتقال کړي.

د ملګرو ماتونو اندیښنې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، نن د جرمني د مونشن ښار د امنیتي غونډې په پیل کې وویل چې که د اوکراین او روسیې ترمنځ روان کړکیچ په جګړه واوړي یو ستر غمیزه به رامنځته شي.

هغه زیاته کړه، چې د اوکراین پر شاوخوا د روسیې ځواکونو ځای پر ځای کیدلو د کړکیچ د زیاتیدو او پر پوځي عمل باندې د هغه د اوښتلو په اړه د ده اندیښنې زیاتې کړې دي.

سره له دې چې روسیه په دغه غونډه کې ګډون نلري د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې دپلوماسي بیدیل نلري او دغه کړکیچ باید د خبرو له لارې حل شي.


امریکایي مقامات وایي روسیه پر اوکراین باندې د برید لپاره لږ تر لږه ۷۰فیصده لازمي ځواکونه ددې هیواد په پوله ځای پر ځای کړي دي. خو مسکو وایي پر اوکراین باندې د برید نیت نلري.

روسیې ناټو نړون او متحده ایالاتو ته په خپلو امنیتي وړاندیزونو کې عمده غوښتنې مطرح کړي چې په کې په ناټو تړون کې د اوکراین نه منل، ختیځې اروپا ته د تجهیزاتو او پرسونل نه استول او د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د امریکایي ځواکونو د اډو نه جوړول شامل دي.

خو ناټو او امریکا دغه وړاندیزونه رد کړي او ویلي یې دي چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي د سختو غبرګونونو سره به مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG