روسیې او اوکراین د جمعې له ماښام څخه د شنبې تر سهار (نومبر ۱۴) پورې د یو بل پر خاوره د متقابلو بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې ده.
د دواړو هېوادونو د چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو د پرمختګ په موخه نوې هڅې پیل کړې دي.
د اوکراین هوايي ځواکونو اعلان کړی چې روسیې د جمعې له ماښام راهیسې د هغه هېواد پر بېلابېلو سیمو د ۹۶ بې پیلوټه الوتکې بریدونه کړي دي.
د کیف په وینا، د اوکراین هوایي دفاعي سیسټمونو ۸۱ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې یا یې له کاره غورځولې، خو بې پیلوټه الوتکو په اتو سیمو کې لګیدلي دي.
د اوډیسا په شمالي سیمه کې پر یوه بریښناکوټ د برید له امله نږدې ۵۰ زره کسان له بریښنا بې برخې شوي دي او د سومی او کیف په سیمو کې هم د بېړنیو محدودیتونو او د برېښنا پرې کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د روسیې د بریدونو له امله د اوکراین په ختیځو سیمو کې هم د تلفاتو راپور ورکړل شوی. اوکرایني چارواکو د کراماتورسک په سیمه کې د یوې ښځې او په خارکیف کې د یوه کس د وژل کېدو راپور ورکړی او زیاته کړې یې ده چې څو نور کسان هم ټپیان شوي دي.
روسیې بیا ویلي چې د دې هېواد د هوایي دفاعي سیسټمونو د څو سیمو پر سر ۲۹ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.
روسي چارواکو دا هم وویل چې د بیلګراډ په سیمه کې پر یوې استوګنیزه ودانۍ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې چې د شپې په بریدونو کې د چرنیهیف د انرژۍ تاسیسات او نور اهداف په نښه شوي دي، دا هغه ادعاوې دي چې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
د سولې د خبرو اترو د پرمختګ لپاره د امریکا د نویو هڅو سره سره، په وروستیو ورځو کې د دواړو خواوو بریدونه زیات شوي، او د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو کومې نښې نه لیدل کیږي.
روسیې د اوکراین د انرژۍ پر زیربناوو بریدونو ته دوام ورکړی او کیف هم د روسیې پر خاوره د اهداف ویشتل ندي درولي.
فورم \ دبحث خونه