د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین خپلو اتومي ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی؛ امریکا او ناټو دا کار خطرناک بللی 


د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین
د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل څلور ورځې وروسته، ولسمشر ولاديمیر پوتین خپلو اتومي ځواکونو ته لارښونه کړې ده چې تیارسئ واوسي.

ښاغلي پوتین تر دې مخکې خبرداری ورکړی و که هر چا په اوکراین کې د روسیې په چارو کې مداخله وکړه، له داسې عواقبو سره به مخامخ شي چې تر دې دمه به یې لیدلي نه وي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ویلي دي چې د مسکو له لوري د خپلو اتومي ځواکونو د تیارسئ اقدام «کاملآ د نه منلو وړ» دی. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وايي چې روسیه په دا ډول ګواښونو سره په اوکراین باندې «نور یرغل» توجیه کوي.

میرمن ساکي نن یکشنبه فبروري ۲۷ (سلواغه اتمه) د اې بي سي خبري شبکې ته وویل چې ولسمشر پوتین په اوکراین د یرغل په مهال له همدا ډول لارو چارو څخه کار اخیستی دی، «یانې د داسې ګواښونو ایجادول چې هېڅ وجود نلري چې نور یرغل توجیه» کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا تامس ګرینفیلد د روسیې د ولسمشر دا اقدام غندلی دی. نوموړې سي بي اس تلویزون ته وویل: «دا په دې مانا ده چې ولسمشر پوتین د جګړې د زیاتولو لپاره له یوې داسې لارې کار اخلي چې د منلو وړ نه دی.»

په همدې حال کې د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ هم د ولسمشر پوتین دا اقدام «خطرناکه بیانیه» او «غیر مسولانه» رفتار بللی دی.

نوموړي سي بي اس تلویزون ته وویل: « که موږ دا بیانیه د هغه څه سره چې دوی یې په اوکراین کې کوي- د یو مستقل او ملي حاکمیت لرونکي هېواد په ضد د جګړې پیل کول او په پراخه کچه په اوکراین یرغل - سره یو ځای کړو، د اوضاع جدیت زیاتوي.»

نوموړي وویل چې امریکا او اروپا باید د روسیې پوځي‌ اقدام او خطرناکې بیانیې په وړاندې «د یو بل تر څنګ» ودرېږي.

ښاغلي ستولتبنرګ زیاته کړه: « له روسیې سره جګړه او تقابل نغواړو. موږ یو دفاعي تړون یو، خو واضحه یې وایو چې باید په هېڅ ځای کې زموږ د متحدینو څخه د دفاع او ساتنې په برخه کې زموږ د وړتیا په اړه ناسم پوهاوی او غلطه محاسبه موجوده نه وي.»

په اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته، امریکا او اروپايي متحدینو یې په مسکو باندې جدي بندیزونه ولګول او همدغه راز یې د بشري‌ مرستو تر څنګ،‌ اوکراین ته یې پوځي مرستې هم برابرې کړې.

ښاغلي پوتین ویلي دي چې د لویدیځ هېوادونو د «غیر دوستانه» ګامونو د اخیستلو له کبله یې خپلو اتومي ځواکونو ته یې د تیارسئ امر کړی دی.

روسیه په نړۍ کې تر ټولو ډېرې اتومي وسسلې او بالستیکي میزایل لري چې د پوځ د ملا تېر یې بلل کېږي.

داسې ښکاري‌ چې خپلو اتومي ځواکونو ته د تیارسئ د امر له ورکولو وروسته، پوتین د اتومي وسلو کارولو ته یو بل ګام هم نژدې شوی دی.

XS
SM
MD
LG