د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي بیا ویلي چې ځواکونو یې بیګاه شپه د روسیې په خاوره کې ۱۶۰۰ کیلومتره دننه په پرم ښار کې د هغه هیواد د تیلو یوه تصفیه خانه په نښه کړې ده.
زیلنسکي په خپل ایکس حساب لیکلي دي: "موږ د پاتریوت لپاره توغندیو ته اړتیا لرو او یوازې زموږ شریکان یې موږ ته برابرولی شي. موږ د ډالیو خبره نه کوو. اوکراین د هغو وسلو د پېرودلو لپاره چمتو دی چې موږ ورته اړتیا لرو. مهمه دا ده چې پرېکړې وشي، تر ټولو لومړی په متحده ایالاتو کې زه له هر هغه چا څخه مننه کوم چې د اوکراین سره د ژوند ژغورلو په برخه کې مرسته کوي."
بلخوا د روسیې دفاع وزارت بیا د جمعې په ورځ (اګست ۲۱) ویلي دي چې ځواکونو یې د اوکراین په ختیځ د دونڅک په سیمه کې د زیلین کلی نیولی دی.
چارواکي وايي چې د اوکراین پر پلازمینه کییف ښار او شاوخوا سیمو د روسیې د بالستیک توغندیو او ډرونونو د وروستیو بریدونو په څپه کې چې څلور ساعته یې دوام وکړ، حد اقل ۱۶کسان وژل شوي دي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړو د زیاتیدو سره په یو وخت ملګرو ملتونو له دغو هیوادونو غوښتي دي تاوتریخوالي کم کړي.
ملګرو ملتونو ددغو بریدونو په غندلو سره ویلي دي چې په هر ځای کې پر ملکي کسانو او ملکي اهدافو بریدونه د نړیوالو بشري قوانینو څخه سرغړونه ده او باید ژر ودریږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د خبرې غونډې پرمهال وویل:" د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي، او ملکي وګړو او ملکي زیربناوو ته پراخ زیان اوښتی دی. دا د ګڼمیشتو سیمو پر وړاندې د بریدونو د زیاتوالي د لړۍ یوه بله غمجنه بېلګه ده. زه تاسو ته ویلی شم چې سرمنشي د روسیې فدراسیون د خاورې په ګډون، د دې جګړې د دوامداره پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه لري."
روسي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې پر کییف د بالستیک توغندیو بریدونه زیات کړي دي او په اوکراین کې د مزایلو ضد امریکایي پاتریوت توغندیو د کموالي څخه ګټه پورته کوي. پاتریوت یوازیني توغندي دي چې اوکراین کولی شي په مرسته یې د روسیې مزایل په هوا کې له منځه یوسي.
فورم \ دبحث خونه