د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه او اوکراین د ترکیې خبرو کې کومې موافقې ته ونه رسېدل


په ترکیه کې د اوکراین د کړکیچ پر سر د لاوروف او کولیبا خبرې
په ترکیه کې د اوکراین د کړکیچ پر سر د لاوروف او کولیبا خبرې

د ترکیې په انتالیا کې د روسیې او اوکراین ترمنځ په لوړه کچه خبرو کې د اوربند او نورو بشري موضوعګانو په هکله موافقه ونشوه.

د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۰ (کب ۱۹) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د اړکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا سره د ترکیې په تفریحي ښار انتالیا کې د یوې دپلوماتیکې غونډې په څنډه کې پداسې حال کې وکتل چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو هم حاضر و.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر کولیبا وویل چې «هیڅ پرمختګ» ندی شوی، حتی د یو ۲۴ ساعته اوربند په اړه هم موافقه ونه شوه. هغه په ناهیلۍ سره وویل «داسې ښکاري چې په روسیه کې ددې موضوع په هکله نور کسان تصمیم نیسي».

ښاغلي کولیبا په تکرار سره وویل چې هیواد به یې تسلیم نشي: «زه غواړم تکرار کړم چې اوکراین تسلیم شوی ندی، تسلیم ندی او تسلیم به نشي.»

هغه دغه لیدنه کتنه «مشکله» وګڼله او خپل روسي سیال یې پدې تورن کړ چې د میز سر ته د اوکراین په اړه «عنعنوي کیسې» راوړي. خو هغه وویل تیار دی چې د لاوروف سره «بیا وګوري که په اساسي موضوعاتو او د یوژ حل لارې د موندلو لپاره لرلید موجود وي.»

له بلې خوا د روسیې او اوکراین پلاوي په بیلاروس کې هم کتنې لري، خو هغه پلاوي چې د روسیې له لورې دغو خبرو ته استول شوي په کې لوړپوړي چارواکي نشته.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې د ترکیې له خبرو ناراضه ښکاریده وویل «نننیو خبرو تائید کړه چې په بیلاروس کې د روسیې-اوکراین د خبرو چوکاټ بدیل نلري.»

هغه زیاته کړه: «مونږ د هر ډول تماس پلوي یو...چې د اوکراین کړکیچ حل کړو...خو هغه څه چې مونږ درک کوو دادي چې دا [خبرې] باید په بیلاروس کې اساسي خبرې تقویه کړي نه داچې هغه خرابې کړي.»

د خبرو لپاره څو نور نوښتونه

د خبرو کوربه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو تائید کړه چې دا خبرې (اسانه ندي» خو وویل چې خبرې «دیرې مدني» وې او هیڅکله په کې غږ نه اوچتیده.

ښاغلي اوغلو وویل چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر کولیبا په تکرار وویل چې ولسمشر زیلینسکي د پوتین سره خبرو ته تیار دی او ښاغلي لاوروف په ځواب کې وویل چې پوتین په د اصولو له مخې ددې کار مخالف ندی.

ښاغلي اوغلو وویل چې «دا خبرې یو مهم پیل دی. هیڅوک باید په یوه غونډه کې د معجزې تمه ونلري.»

د ترکیې خبرې د څو نورو روانو دپلوماتیکو هڅو له جملې څخه دي. اسرائیل هڅه کوي د پوتین سره د مستقیمو خبرو له لارې یو حل رامنځته کړي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم په وار وار ولسمشر پوتین سره ټیلفوني تماسونه نیسي.

له بلې خوا فرانسوي او جرمني منابعو ویلي چې د جرمني صدراعظم اولاف شولتس او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۰ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په تیلیفوني خبرو کې له هغه غوښتي چې د اوکراین د جګړې په سره خبرو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG