د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استخبارات: راتلونکې اوونۍ به د اوکراین لپاره سختې وي 


بېځایه شوي‌ اوکرایني کډوال
بېځایه شوي‌ اوکرایني کډوال

د امریکا د متحدو ایالتونو استخباراتي ادراې وايي‌ چې په اوکراین کې د روسیې په ضد مقاومت او د امریکا او لویدیځ سخت اقتصادي‌ بندیزونه به ولسمشر ویلاديمیرپوتین مجبور کړي چې قوي او بې سنجشه وسیلې ته مخه کړي.

دغو استخباراتي مقاماتو تېره ورځ سه شنبه مارچ اتمه (کب ۱۷) د امریکا د استازو د خونې د استخباراتو کمېټې ته وویل چې د مقاومت سره سره به بیا هم د اوکراین اکثریت ښارونه له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

د دوی د راپور په اساس مرکز کیف به ښايي په راتلونکو لسو ورځو کې د اوبو له کموالي سره مخامخ شي.

د سي آی اي مشر ویلیم برنز وویل چې راتلونکې اونۍ به د اوکراین لپاره سختې وي‌ او په وینا یي دا احتمال زیات دی چې «پوتین به ولسي تلفاتو ته له پاملرنې پرته» سخت اقدامات وکړي. نوموړي اوکراین د روسیې د ولسمشر یوه شخصي او اعتقادي مسئله وبلله، «پوتین هوډ لري چې په اوکراین تسلط ولري، هغه کنترول...» کړي.

امریکايي استخباراتي‌ مقامات فکر کوي ‌چې پوتین په غوسه او نا امیده شوی دی ځکه چې فکر یې کاوه ممکن په دوو اونیو کې دا جکړه ختمه شي، خو برعکس اوکراینیانو سخته جکړه وکړه او تر دې دمه د اټکل له مخې په دغې جګړې کې د ۲۰۰۰ او ۴۰۰۰ ترمنځ روسي عسکر وژل شوي دي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشرې ارویل هاینس وویل: «هغوی [روسي عسکر] د توقع خلاف د اوکراینیانو له مقامومت سره مخامخ دي‌ او پام وړ پوځي کمبودات تجربه کوي.»

خو نوموړې وویل د پوتین د شاتګ په اړه نښې نښانې کمې لیدل کېږي، هغه وايي پوتین دا درک کړې چې نباید د اوکراین جګړه وبایلي. مېرمن هاینس وویل لا معلومه نه ده چې روسیه د ټول اوکراین نیول غواړي که د ځینو برخو يي.

د امریکا د دفاعي استخباراتو مشر اسکات بریر وویل چې پوتین فکر کوي شاید تر امریکا او ناټو غوره وي، ځکه چې روسیې د خپلو وسلو د مدرن کولو لپاره ډېر زیار ایستی دی.

جنرال بریر وویل: «کله چې هغه [پوتین] غږیږي، باید یې خبرې ښه واورو او ویې منو.»

شاوخوا دوې اونۍ مخکې روسیې په اوکراین یرغل پیل کړ. ملګري ملتونه وايي تر دې دمه څه باندې ۲.۱۵ میلیون اوکراینیان له هېواد څخه وتلي چې اکثریت یې په پولنډ کې مېشت شوي دي.

XS
SM
MD
LG