د روسیې د دفاع وزیر، اندرې بلوسوف، په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې دا مهال څه باندې "۲۰ ترهګریزې ډلې او ۱۵۰۰۰ اورپکي" موجود دي.
اندرې بلوسوف د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۸ (جوزا۷) د ډله ایز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو د شورا په غونډې کې ویلي دي چې په افغانستان کې د دغو ترهګریزو ډلو او اورپکو موجودیت "د مرکزي اسیا لپاره اصلي ترهګریز ګواښ" دی.
د ګډ امنیتي تړون سازمان شپږ غړي لري چې روسیه، بلا روس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، اوزبیکستان او تاجیکستان په کې شامل دي.
مسکو تر دې مخکې هم له افغانستان څخه مرکزي اسیا ته د سخت دریځو ډلو په تېره بیا د داعش ډلې د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
نوموړي ونه ویل چې دا ارقام او شمېرې یې له کومې کړي دي او دا ډلې او جنګیالي دقیقا د افغانستان په کومو سیمو کې دي.
د روسیې د دفاع وزیر له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو او نورو برخو ته د سختدریځو ډلو نغوذ هم نه دی رد کړی. د روسیې د دفاع وزارت د دغو سختدریځو ډلو نومونه نه دي اخیستي، خو ویلي یې دي چې په منځني ختیځ کې فعالې وسلوالې ډلې، افغانستان او د مرکزي اسیا نورو هېوادونو ته ځي.
څو ورځې مخکې د ګډ امنیتي تړون سازمان د خپلو غړو هېوادونو د سرحدونو د امنیت په ټېنګښت ټېنګار کړی و او د دغه سازمان مشر یمان قلي تاسماګامبتوف ویلي وو چې دوی به د غړو هېوادونو جنوبي سرحد ته د وسلو او پوځي مهماتو استول پيلوي.
په دغې غونډې کې په خاص ډول "د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ" د سرحد د امنیت د ټېنګولو خبره هم شوې وه او ویل شوي وو چې دا کار به د ۲۰۲۶ کال څخه پیلوي.
د روسیې د دفاع وزیر په داسې حال کې دا خبره کړې ده چې نن چهارشنبه مۍ ۲۸ (جوزا اووم) په مسکو کې د طالبانو د حکومت سفیر جمال ناصر غروال د لوړ پوړو امنيتي چارواکو په دیارلسم نړیوال امنیتي فورم کې ګډون کړی و.
د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان ملي تلویزیون د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی چې غروال په خپلې وینا کې "په افغانستان کې د امنیتي وضعیت، پرمختګونو، سیمهییزو او نړیوالو اغېزو" په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو په اساس د مسکو په امنیتی ناسته کې د نړۍ له ۱۵۰ هېوادونو او شاوخوا ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.
د روسيې د دفاع وزارت داسې مهال په افغانستان کې د بهرنیو اورپکو ډلو او جنیګالیو د موجودیت خبره کړې ده، چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو هم ویلي وو چې په افغانستان کې القاعده او ځینې نورې اورپکې ډلې شته او طالبان ورسره اړیکي پالي.
پاکستان هم په وار وار ادعا کړې، چې طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې او مرکزونه لري.
که څه هم د طالبانو حکومت تر دې دمه د روسیې د دفاع د وزیر اندرې بلوسوف د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې دا ډول ادعاوې رد کړې وې.
طالبان وايي چې دوی اجازه نه ورکوي له افغانستان څخه د نورو هېوادونو په ضد کار واخیستل شي. طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې داعش ځپلي او د داعش-خراسان ډلې جنګیالي په افغانستان کې فعال نه دي، خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته د ډېرو بریدونو مسئولیت د داعش-خراسان ډلې منلی دی.
فورم \ دبحث خونه