د لاس رسي وړ اتصالات

کیف: د اوکراین پر یو کلینیک د روسیې برید دوه تنه وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي 


د اوکراین په ختیځ دنیپرو ښار د روسیې د مۍ میاشتې د ۲۶ برید
د اوکراین په ختیځ دنیپرو ښار د روسیې د مۍ میاشتې د ۲۶ برید

د اوکراین په ختیځ دنیپرو ښار کې د جمعې په ورځ یو روسی توغندی پر یو کلینیک ولګېد چې په کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا برید د بشریت ضد جنایت وباله.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې یوه ویجاړه شوې ودانۍ ښکاري چې لوګي ترې خیژي او د ژغورنې کارکونکي ورته ګوري. د یوې درې پوړیزې ودانۍ د پورتنۍ پوړ ډیره برخه زیانمنه شوې او د یو مړي پوښل شوی جسد د سړک سره نږدې پروت دی.

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي په ډنیپرو کې د رواني ناروغیو کلینیک او د وترنري یو کلینیک ته د رسیدلي زیان په هکله په ټویټر لیکلي، "د یو بل (روسي) توغندي برید، د انسانیت پر وړاندې یو بل جنایت."

هغه زیاته کړې، "یوازې یو شریر دولت کولی شي د کلینیکونو په وړاندې جګړه وکړي. دا په هیڅ ډول پوځي هدف نه شي کیدی. دا خاص د روسیې ترور دی."

د سیمې والي سیرهي لیزاک ویلي چې یو ۶۹ کلن سړی وژل شوی دی او زیاته کړې یې ده چې: "هغه ددې ځایه د تېرېدو په حال کې و چې د روسي ترهګرو راکټ پر ښار ولګېد."

والي همداشان وويل چې د يو بل تن جسد هم له خاورو خزلو را ايستل شوى او له ٢٣ ټپيانو څخه ٢١ يې روغتون ته انتقال شوي دي. هغه وويل چې درې تنه سخت ټپيان شوي دي.

د اوکراین د دفاع وزارت د روسیې دا عمل د جنیوا د کنوانسیون له مخې چې په جګړه کې له پوځیانو او ملکیانو سره باید څه ډول چلند وشي، یو جدي جنګي جنایت بللی دی.

د روسيې د دفاع وزارت بیا وايي چې تیره شپه یې د اوکراين د وسلو پر ډيپو هوايي بريدونه کړي دي.

د RIA خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله ویلي: "د برید هدف ترلاسه شوی دی. ټول ټاکل شوي تاسیسات په نښه شوي دي."

مسکو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې پوځیانو یې جنګي جرمونه کړي او په قصدي ډول یې ملکي وګړي په نښه کړي دي. دا پداسې حال کې دي چې د ۱۵ میاشتو راهیسې یې د اوکراین ښارونه بمبار کړي دي.

د پوځي استخباراتو یو لوړ پوړي چارواکي تیره اونۍ وویل، د انرژۍ په زیربناوو باندې د څو میاشتو بریدونو وروسته، روسیې د خپلو راکټي بریدونو تمرکز بل لور ته اړولی چې د اوکراین د ځوابي بریدونو لپاره تیاری ګډوډ کړي. هغه وویل، د روسیې بریدونه په زیاتیدونکي ډول پوځي تاسیسات او اکمالات په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG