د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اوکراین د کړکیچ په خاطر تر فشار لاندې راغلی


په پاکستان کې د اروپایي ټولنې د هیوادونو سفیرانو له اسلام آباد غوښتي چې د ملګرو ملتونو د عاجل پریکړه لیک په ملاتړ رایه ورکړي چې پر اوکراین باندې د روسیې یرغل محکوموي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان، هڅه کوي چې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره د اړیکو په هکله انډول وساتي، په ځانګړې توګه چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د متحده ایالاتو له نظره د پاکستان د اړیکو ارزښت راټیټ شوی دی.

د اروپایي ټولنې سفیرانو او همداشان بریتانیا، کاناډا، جاپان، ناروی او سویس د سه شنبې په ورځ مارچ اوله (کب ۱۰) د یو بیان په خپرولو سره ویلي: "مونږ پاکستان هڅوو چې د روسیې د اقداماتو په غندنه کې له مونږ سره یوځای شي او د ملګرو ملتونود منشور او نړیوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو د ساتنې لپاره د خپل ملاتړ غږ پورته کړي."

پاکستان د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ځانګړې غونډه کې چې د اوکراین د جګړې د مناظرې لپاره جوړه شوې وه، د رای له ورکولو څخه ډډه وکړه. اسلام‌آباد د اوکراین د کړکیچ له پیل راهیسې د لانجې د حل لارې لپاره په مذاکرې ټینګار کړی دی.

په هماغه ورځ چې روسیې ځواکونو پر اوکراین یرغل پیل کړ، عمران خان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د هغه هیواد په رسمي سفر بوخت و؛ هغه کتنه چې پدغه شان حساسه موقع کې د پراخو انتقادونو سره مل وه.

عمران خان د دوشنبې په ورځ مسکو ته د خپل سفر څخه چې په څه دپاسه دوو لسیزو کې د پاکستان د یو مشر لومړنی سفر و ټینګه دفاع وکړه. هغه وویل: "زما بهرنی سیاست خپلواک دی او د چین او روسیې کتنې به د پاکستان د راتلونکې لپاره ګټورې ثابتې شي."

چین چې د پاکستان او روسیې نژدې متحد دی پدې وروستیو کلونو کې د پاکستان د زیربناو د غښتلي کیدو لپاره میلیاردونه ډالر لګولي دي.

XS
SM
MD
LG