د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا یو 'ناپيژندل' شوی مزایل آزمایلی


عکس ارشیف
عکس ارشیف

د جنوبي کوریا پوځي مسولینو د سه شنبې په ورځ جنوري پنځمه (مرغومي ۱۵) وویل چې شمالي کوریا یو 'ناپیژندل' شوی مزایل آزمایلی دی.

د یاد هیواد د پوځیانو په وینا، دغه مزایل چې په سمندر کې راغورځیدلی، د ۲۰۲۲ کال په لومړیو ورځو کې د شمالي کوریا لومړی آزمایل شوی مزایل دی.

د جنوي کوریا لوی درستیز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا مزایل د کوریا وچې په ختیځ کې راپریوتی دی خو په اړه یې ډیر جزیات وړاندې کړي ندي.

شمالي کوریا په ۲۰۲۱ کال کې وویل چې له یوه اوبتل څخه یې یو لیرې واټن ویشتونکی بالستیک توغندی په بریالي ډول وازمایه او ادعا یې وکړه چې دا هایپرسونیک مزایل د غږ تر سرعته ګړندی دی.

شمالي کوریا په داسې حال کې دغه ناپيژندل شوی مزایل ازمایي چې متحده ایالتونو له پیونګ یانګ سره د اټومي مذاکراتو غوښتنه کړیده اما د شمالي کوریا چارواکو تر اوسه د امریکا ددې غوښتنې په وړاندې چوپتیا غوره کړېده.

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د هغه هیواد د واکمن ګوند په غونډه کې د متحده ایالتونو نوم یاد نکړ خو ژمنه یې وکړه چې د خپل هیواد نظامي وړتیا به لوړوي. د شمالي‌ کوریا رهبر خپله شخصا د نظامي ټکنالوژۍ د پرمختګ څارنه کوي.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون ترمنځ د اټومي مذاکراتو له ماتې وروسته، پیونګ یانګ له خپلو اټومي مذاکراتو واټن اخیستی دی.

د امریکا اوسني جمهور رئیس جوبایډن څو ځله د شمالي‌ کوریا له استازو سره د خبرو لیوالتیا ښکاره کړې ده خو ټینګار یې کړی چې د کوریا د وچې اټومي بې وسلې کول غواړي.

خو پیونګ یانګ تر اوسه د واشنګټن د ملاقات وړاندیز رد کړی دی او متحده ایالات یې د شمالي‌ کوریا په وړاندې د خصمانه پالیسي ګانو په تعقیب تورن کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG