د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار چې د تیرې جمعې د ورځې له سهار راهیسې د سختو واورو د اورښت او طوفان له امله تړل شوې وه، نن د دوشنبې د ورځې په سهار د دواړو لورو د موټرو پرمخ بیرته پرانیستل شوې ده.
ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې لیکلي، چې دا لار د دوشنبې په ورځ جنورۍ شپږمه ( مرغومې ۱۷مه) د سهار پر اوو بجو د لویو کوچینو مسافر وړونکو وسایطو پرمخ د دواړو لورو پرانیستل شوې ده.
هغه لیکلي: " د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست د مؤظف پرسونل د شپې او ورځې د هڅو په ترڅ کې د سالنګونو لويې لارې د واورې د پاک کارۍ چارې تیره شپه بشپړې کړې؛ دا لویه لار نن دوشنبه، مرغومې ۱۷مه، سهار اووه بجې د ( لویو او وړو) مسافر وړونکو وسایطو لپاره د دواړو لوریو پرانیستل شوه."
حق شناس ویلي چې د لویې لارې په اوږدو کې پر سړک باندې د مالګې د پاشلو چارې لا هم روانې دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي وو چې دا لار د جمعې په ورځ جنورۍ درېیمه (مرغومې ۱۴مه) ۱۰:۳۰ بجې د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره د هرډول موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.
همدارنګه د ټولګو وزارت وزارت ویاند ویلي: "ددې لویې لارې په اوږدو کې د واوارې ضخامت متفاوت دی؛ په شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت ۴۵ ساتني متره او په ځینو نورو ساحو کې ۹۷ ساتني متره او په جنوپي سالنګ کې ۷۸ سانتي متره او په ځینو نورو ساحو کې ۱۱۶ سانتي مترو ته رسیدلی دی."
حق شناس پر دغې لار د موټرچلوونکو او مسافرو څخه غوښتي چې پرلارې د سفر پرمهال دې له بشپړ احتياط څخه کار واخلي، مسافر او وسايط په اړينو ژمنيو وسايلو مجهز کړي، له لارې د تیریدو پرمهال ځنځيري چينونه له ځان سره ولري، ټرافيکي قوانين مراعت او د مؤظفو ټيمونو لارښوونو ته پوره پاملرنه وکړي.
د سالنګ لویه لار د افغانستان مرکز کابل لږ تر لږه د لسو شمالي او شمال ختیځو او شمال لویديځو ولایتونوسره نښلوي.
په تیرو اونیو کې دا لار د واورو د اورښت او هم پر دغه لار د بیا رغونې د کار د دوام له امله د نږدې دوو اونیو لپاره تړل شوې وه، چې د ډسمبر ۲۴مه (مرغومې څلورمه) ورځ بیرته پرانیستل شوه.
تیره اونۍ د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د واورو او باران اورښت وشو، چې له امله یې د سالنګ او د کابل غور د لویو لارو د بندیدو سربیره د یو شمیر ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ سړکونه هم بند شوي وو، خو د ټولګټو چارو وزارت وايي چې اکثره دا لارې بیرته پرانیستل شوي دي.
د افغانستان اکثره سیمې د تیرو دریو کلنو راهیسې د پرله پسې وچکالۍ سره مخ دي. وچکالۍ له امله په افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه پراخه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او۶۷ سلنه کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولوهڅې کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په کابل کې د څښاک پاکو اوبو روان بحران ته په کتنې ویلي چې که چیرې همدا اوس ددې ستونزې غم ونه خوړل شي، تر راتلونکو شپږو کلونو به په دغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبه بیخې وچې شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" د اکتوبر۲۹مه ( لړم اتمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "اوبه ژوند دی. په چټکه توګه ښاري کیدل او د اقلیم بدلون له امله به په کابل کې د ۲۰۳۰ کال پورې د ځمکې لاندې اوبه ختمې شي. که چیرې مونږ همدا اوس لاس په کار نشو مونږ دا بهیر نشو درولی."
په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه د تیرو ډیرو اوږدو کلنو راهیسې شتون لري، خو په وروستیو کلنو کې دا ډیره پراخه شوې ده. ددغه ښار په غرنیو سمیو کې یو شمیر اوسیدونکي وايي د ښار د نورو برخو پرتله دوی د اوبو د کمښت له ستونزې سخت کړیږي او تراوسه ددې ستونزې د هوارلو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له خوا د دوی په سیمه کې د پام وړ کوم اقدام هم نه دی شوی.
د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې په کابل کې د اوبو ستونزې ته د حل د موندلو لپاره د پنجشیر ولایت د سیند څخه دغه ښار ته د اوبو د انتقال په پروژه باندې کار کوي او ددغې پروژې تخنیکي چارې بشبړې شوي دي. ددغه وزارت ویاند مطیع الله عابد سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې ددې پروژې عملي چارې به د طالبانو د مشر له خوا د پروژې د منظورۍ وروسته پیل شي.
ټاکل شوې چې ددې پروژې له لارې به د پنجشیر د سیند څخه دوه مترمکعبه د څښلو پاکې اوبه کابل ته انتقال شی او شاوخوا دوه میلیونو کسانو ته به د څښلو پاکې اوبه برابرې شي.
فورم \ دبحث خونه