د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر: طالبان افغانان دي او افغان دولت ورسره سوله کولی شي 


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له ولسمشر غني سره واشنګټن ته راغلی و
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له ولسمشر غني سره واشنګټن ته راغلی و

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي چې په افغانستان کې د سولې لپاره مطلقه اجماع شته ده.

ښاغلي‌ اتمر په واشنګټن ډي سي کې د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل: « موږ وایو چې طالبان افغانان دي او د افغانستان دولت کولی شي له هغوی سره سوله وکړي. خو هغه بهرني ترهګر چې اوس د طالبانو په مرسته په افغانستان کې جنګیږي، هغوی افغانان نه دي‌ او موږ له هغوی سره د سولې لپاره هېڅ ډول زمینه او قانوني او سیاسي‌ چوکاټ نلرو. هغوی باید له افغانستان څخه وشړل شي. »

د افغانستان حکومت وايي دا مهال شاوخوا ۲۰ نړیوالې ترهګرې شبکې په افغانستان کې فعالیت کوي.

ښاغلي اتمر ټېنګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې په اړه قوي سیاسي اجماع موجوده ده.

د امریکاغږ د خبریالې ښایسته لامع سره د ښاغلي اتمر مرکه دلته کتلای شئ:

اتمر: طالبان افغانان دي او افغان دولت ورسره سوله کولی شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:27 0:00

هغه وویل: «زه غواړم خارجي هېوادونو ته دا خبره وکړم چې اوس نو دا بهانه مه نیسئ چې افغانستان کې سوله نه راځي ځکه چې افغانان [اجماع نلري،] نه هرکله چې د جګړې مخه ونیول شي په هماغه ورځ افغانستان کې سوله راځي.»

ولسمشر محمد اشرف غني واشنګټن ته راغلی و او دلته یې له ولسمشر جوبایډن او نورو لوړ پوړیو امریکایي چارواکو سره د دواړو هېوادونو په اړیکو خبرې وکړې. په دغه سفر کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او ځینې نور چارواکي هم وو.

ښاغلي اتمر له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه هم تازه جزیات ورکړل، هغه له پاکستان سره د افغانستان په اړیکو، د سولې او نړیوالې ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې او سولې په اړه د نړۍ او سیمې د هېوادونو په رول او ډېرو نورو مسائیلو خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG