د لاس رسي وړ اتصالات

سلمان خان د پاکستان د بیرغ رپولو له کبله د مشکل سره مخ شو


سلمان خان د خپل نوي فلم په یو سین «برخې» کې د پاکستان بیرغ رپولی چې خلک پرې غوسه شوي او پارېدلو کسانو د هغه ضد احتجاج کړی.

سلمان خان د یو نوي فلم 'بارت' په جوړونې بوخت دی، په دغه فلم کې خان په یوې برخې کې د پاکستان بیرغ رپوي.

د دغه فلم د جوړونکي «پروډیوسر» لمړنی پلان دا و چې د فلم دغه برخه چې سلمان خان پکې د پاکستان بیرغ رپو‏ي، د پاکستان او هند په ګډې پولې (واګه) جوړه کړي، خو د هند حکومت ورته د هغې اجازه ور نه کړه، وروسته بیا دغه برخه د هند د پنجاب په ایالت «لدیانه» کې جوړه شوه.

د پاکستان بیرغ
د پاکستان بیرغ

د فلم په شوټنګ کې د پاکستان د بیرغ د رپولو نه وروسته چارچاپېره خلک غوسه شول او حتا ځینو سیاستمدارانو د سلمان خان د کور د محاصرې اخطارونه ورکړل او د مظاهرو اعلان یې هم وکړ.

د هند رسنۍ وایي چې ځینو کسانو د فلم جوړونې پر ځای «سیټ» د حملې خبرداری ورکړی دی.

په دی برسیره ځینو کسانو د هغه هوټل محاصره کړی دی چې سلمان خان پکې مېشت دی.

مظاهره چیان وایي چې د هند په خاوره د پاکستان بیرغ رپول نه شي زغملی.

هندي رسنۍ دا هم وایي چې په احتجاج کې د زخمي کېدو برسېره سلمان خان د فلم شوټنګ ته دوام ورکړی دی.

سلمان خان
سلمان خان

​​ سلمان خان د زخمي کېدو وروسته د علاج لپاره ممبۍ ته تللی.

د بهارت فلم جوړونکی علي عباس دی، په دغه فلم کې د سلمان خان برسېره کیترینه کیف، ډیشا پټایي، سنیل ګروور او جیکي شروف شامل دي.

XS
SM
MD
LG