د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل بندولو په اړه د طالبانو پرېکړه وغندله  


د نجونو تعلیم
د نجونو تعلیم

د سعودي عربستان حکومت له طالبانو څخه غوښتي دي چې په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د بندولو په اړه دې خپله پرېکړه بدله کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د طالبانو دا پرېکړه د «حیرانۍ او تاسف» وړ بللې ده. سعودي عربستان د اسلام مرکز بلل کېږي او د مسلمانانو قبله هم دلته ده.

بل مسلمان هېواد ترکیې هم د طالبانو د حکومت دا پرېکړه «غیر اسلامي او غیر انساني» بللې ده.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو زیر مولود چاووش اوغلو نن پنجشنبه ډسمبر ۲۲ (مرغومي اوله) په یو خبري کنفرانس کې وویل: «د ښځو تعلیم ټولنې ته څه زیان رسوي؟ موږ دا پر ځای کار نه بولو. ان شاء الله، طالبان به خپله پرېکړه بیرته واخلي.»

قطر، چې د طالبانو سیاسي دفتر په کې دی، هم دا پرېکړه غندلې ده.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په یو فرمان کې ټولو خصوصي‌ او حکومتي پوهنتونوته ویلي‌ دي چې تر «امر ثاني پورې» دې د نجونو زده کړې وځنډوي، خو کوم ښکاره دلیل یې نه دی ویلی چې ولې دا کار کوي.

د طالبانو دا پرېکړه په افغانستان کې دننه او د افغانستان څخه د باندې سیاستوالو، حکومتونو، بشري‌ حقونو ادارو،‌ لوبغاړو او نورو عادي افغانانو په کلکه غندلې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي دي‌ چې د طالبانو دا پرېکړه هغوی نور هم له نړۍ ګوښه او منزوي کوي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي ویلي‌ دي چې وزیر به یې په همدې اونۍ کې په دې اړه خبري کنفرانس ورکوي.

په ځینو ولایتونو کې یو شمېر محصلینو او استادانو د طالبانو په دغې پرېکړې اعتراض کړی دی، محصلینو د ازموینو له ورکولو ډډه کړې او یو شمېر استادانو بیا استعفاوې کړې دي.

بل لوري ته نن په کابل کې د ښځو د حقونو لسګونو فعالانو د دغې پرېکړ په ضد لاریون وکړ چې د راپورنو په اساس طالبانو یې په زوره مخه ونیوله او ځينې کسان یې هم نیولي دي.

لاریون کوونکو د نجونو د تعلیم او تحصیل د حق غوښتنه کوله او «یا ټول یا هم نه ،ازادي، برابري، امنیت او تعلیم» شعارونه یې ورکول.

XS
SM
MD
LG