د لاس رسي وړ اتصالات

محمد بن سلمان: د غزې په تړانګه کې جګړه باید پای ته ورسیږي


د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمعې په ورځ نومبر لسمه (لړم ۱۹) پر غزې د اسرائیل د بریدونو د غندلو په ترڅ کې په دې سیمه کې د جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د افریقا او سعودي عربستان د غونډې په ترڅ کې سلمان وویل: "موږ پوځي بریدونه، د ملکي وګړو په نښه کول، له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه چې د اسرائیلي اشغالګرو مقاماتو له خوا د غزې په تړانګه کې ترسره کیږي، غندو."

د سعودي عربستان ولیعهد همداشان په غزې تړانګه کې د جګړې او د فلسطینیانو د جبري بې ځایه کیدو د بندولو په ضرورت ټینګار وکړ.

په عین وخت کې د قطر او مصر مشرانو د جمعې په ورځ د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د روانې شخړې په اړه سره وکتل. د دغو دواړو هیوادونو مشرانو هیله څرګنده کړه چې په غزې تړانګه کې د جګړې او تاوتریخوالی د کمېدو په خاطر د منځګړی رول ولوبوی، ترڅو بشردوستانه مرستې غزې ته ورسیږی او د حماس ډلې له خوا یرغمل شوي اسرائیلیان خوشی شي.

د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني سره د السیسي لیدنه په غزه کې د اوربند د ټینګولو او د دې سیمې د ۲.۳ ملیون نفوس لپاره د کافي بشري مرستو په برابرولو تمرکز درلود.

قطر هم ویلي چې د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د لیدنې پر مهال "د غزې پر ضد د یرغل د دریدو، د جګړې د کمولو او د عاجلو بشري مرستو د رسولو لپاره د ګډو هڅو" په اړه خبرې وشوې.

مصر ته د قطر د امیر دغه سفر یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شو چې د دغه هېواد صدراعظم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) له مشر او د اسرائیل د موساد له مشر سره د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې د درولو او د يرغمل شویو د خوشې کیدو په اړه خبرې وکړې.

وروسته له هغه چې حماس ډلې د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ او د اسراییلي چارواکو په وینا تر ۱۴۰۰ ډېر کسان یې ووژل، د بهرنیو اتباعو په ګډون یې شاوخوا ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

اسرائیلي پوځیانو هم په غبرګون کې د غزې په تړانګه پرله پسې هوایي او ځمکنيو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د اسرائیل د بریدونو په پایله کې د ۴۰۰۰ ماشومانو په ګډون د څه باندې ۱۰۸۰۰ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. خو تر اوسه کومې ادارې په خپلواکه توګه په غزه کې د تلفاتو شمېر نه دی تائید کړی.

پدې ترڅ کې قطر، چې د حماس څو مشران په کې مېشت دي، د حماس د سخت دریځو او اسرائیلي مقاماتو ترمنځ په منځګړیتوب کې مخکښ رول لوبولی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسرائیل د غزې په شمال کې څلور ساعته بشردوستانه اوربند موافقه کړې ده.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلي چې د بشپړ اوربند چانس نشته. خو بیا هم ولسمشر بایډن د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو څخه د اوږدمهاله اوربند غوښتنه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي څلور ساعته اوربند یو "د پام وړ" پرمختګ وباله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG