د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: اسرائیل موافقه کړې هره ورځ به په غزې کې څلور ساعته اوربند کوي


د اسرائیل عسکر
د اسرائیل عسکر

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم۱۸) وویل اسرائیل موافقه کړې چې هره ورځ به د بشر دوستۍ په هدف د غزه په شمال کې څلور ساعتونه اوربند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې د بشپړ اوربند امکان نه لیدل کېږي. خو بیا هم هغه د اسرائيل په صدراعظم بنیامین نتنیاهو باندې ټېنګار کوي چې دوامدار اوربند وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي دا څلور ساعته اوربند هم یو د «پام وړ» پرمختګ وباله.

هغه وویل: «اسرائيل به هره ورځ د غزې په شمال کې څلور ساعته اوربند وکړي. د دغه اوربند اعلان به د اوربند تر پیل درې ساعته مخکې کېږي.»

کربي د اسرائيلي مقاماتو په حواله وویل چې سر له نن څخه به په دغو څلورو ساعتونو کې د غزې په شمال کې هېڅ ډول عملیات نه کېږي.

دا اوربند به غزې ته د بشري مرستو رسېدو او په جنګي سیمو کې د اېسارو کسانو وتلو ته لاره پرانیزي.

اسرائيل له څو ورځې راهېسې بشري دهلیزونه هم پرانیستي چې له دغې لارې زرګونه کسان د غزې له شمال څخه جنوب ته تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي هغه بشري مرستې چې غزې ته رسېږي هېڅ کافي نه دي.

د اسرائيل د پوځ ویاند ریچارد هیک دا اوربند کمرنګ ښودلی دی. هغه وویل: «دا بدلون نه دی. دا د بشري مرستو لپاره سیمه ایزې جنګي وقفې دي چې ځای او وخت ته په کتو محدودې دي.»

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې ناببره بریدونه وکړل. اسرائيلي مقامات وايي چې‌ د حماس په بریدونو کې ۱۴۰۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۴۰ تنه نور یرغمل نیول شوي دي.

له دغې پېښې وروسته اسرائیل په غزې باندې هوايي بریدونه پیل کړل. په غزې کې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې ۱۰۸۰۰ تنه وژل شوي، چې ۴۰۰۰ یې ماشومان دي.

په غزې کې د اوربند په اړه په نړیواله کچه غوښتنې زیاتې شوې او د دغې جګړې په ضد د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې مظاهرې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG