د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو ایران په کابل کې د یو وروستي برید مسؤل وگاڼه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، تور لگولی چې دوه اونۍ مخکې په کابل کې په بمي برید کې د ایران لاس و. پدې برید کې څلور ملکي وگړي وژل شوي او څلور امریکایي عسکر ټپیان شوي وو.

ښاغلي پمپیو په واشنگټن ډي سي کې د خبرو پر وخت په سیمه کې د څو بریدونو یادونه وکړه چې په وینا یې ایران پلوه کسانو کړي دي او په ترڅ کې یې په کابل کې د جوزا د لسمې بمي برید یادونه هم وکړه. ددغه برید مسؤلیت طالبانو منلی و.

د عمان په خلیج کې د تیلو پر ټانکرونو باندې برید، په بغداد کې د امریکا سفارت ته نژدې د راکټ لگیدل او په سعودي عربستان کې پر یو هوایي ډگر باندې د توغندیو بریدونه هغه نور موارد وو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ایران په کې په لاس لرلو تورن کړ.

ښاغلي پمپیو وویل: "کله چې په کلي توگه وگوروو ټول دغه بریدونه نړیوالې سولې او امنیت ته څرگند گواښ دی، څرگند بریدونه...او د کړکیچ د سختیدو د نه منلو وړ کمپاین د ایران له لورې کیږي".

خو په کابل کې د ایران سفارت د کابل په بمي برید کې د ایران لاس درلودل "بې بنسټه" تور گڼلی دی.

په هغه اعلامیه کې چې د ایران د سفارت له خوا خپره شوې راغلي دي: "متحده ایالات دغه بې بنسټه تورونه پداسې حال کې مطرح کوي چې د ایران اسلامي جمهوريت خپلو ملي گټو او امنیت ته په پاملرنه د افغانستان دولت سره پدغه گاونډي هیواد کې د ثبات، امنیت او سولې په ټینگښت کې نژدې همکاري کړیده".

امریکا په څو تیرو اونیو کې څو ځلې ایران پدې تورن کړې چې په سیمه کې یې پر امریکایي اهدافو بریدونه کړي دي، خو دا لومړی ځل دی چې په افغانستان د بمي برید په ارتباط پر ایران دا ډول تور لگوي.

د افغانستان دولت پداسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات خپل مهم ستراتیژیک متحد گڼي، په عین وخت کې یې هڅه کړې چې د ایران د دولت سره ښه اړیکې ولري.

پدې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په سیمه کې کړکیچ ته په پاملرنې لازم ده چې افغانستان د دواړو اړخونو سره د یو "دوست هیواد" په توگه د امریکا او ایران ترمنځ له کړکیچ نه ځان لرې وساتي.

XS
SM
MD
LG