د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي ولیعهد د قطر د کړکیچ د حل لپاره کویټ ته ځي


د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، سبا د شنبې په ورځ (سپتمبر ٢٩) کویټ ته سفر کوي او د هغه هیواد د امیر په گډون له چارواکو سره گوري.

د عرب خلیج یو مقام د رویترز اژانس ته ویلي چې د سعودي عربستان او قطر ترمنځ په لانجه کې د کویټي مقاماتو منځگړیتوب د کویټي چارواکو سره د محمد بن سلمان د خبرو عمده موضوع ده.

د کویټ خبري اژانس رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې ښاغلی سلکان د کویټ له امیر صباح الاحمد الجابر الصباح سره هم وگوري.

سعودي عربستان، عربي متحده امارات، بحرین او مصر د قطر حکومت د ترهگرۍ نه په ملاتړ او د عربي هیوادونو د سیمه ییز سیال ایران سره په همکارۍ تورنوي او پر دوڅه باندې یې اقتصادي او دپلوماتیک بندیزونه لگولي دي. خو قطر ددغو څلورو هیوادونو ادعاوی رد کړې دي.

کویټ د سعودي عربستان په گډون د څلورو عربي هیوادونو او د قطر ترمنځ په کړکیچ کې میانځگړیتوب کړی و خو هڅې یې ددې جنجال د حل لپاره تر اوسه ناکامې شوې دي.

سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین او مصر د ٢٠١٧ کال د جون په پنځمه نیټه د قطر سره خپل دیپلوماتیک روابط وشلول او هغه هیواد یې د هوا او سمندر له لارې محاصره کړ.

دغو هیوادونو چې قطر د ترهگرۍ نه په ملاتړ تورنوي او ١٣ غوښتنې یې د هغه هیواد حکومت ته سپارلي دي چې تر اوسه ندي منل شوي.

پدغو غوښتنو کې د ایران سره د اړیکو د کچې راټیټول، د سپاه پاسداران اړوند کسانو ایستل، د الجزیره تلویزوني شبکې تړل، په قطر کې د ترکیې د پوځي اډې بندول او د حماس او اخوان المسلمین ډلو نه ملاتړ نه کول شامل دي.

دوحه دغه غوښتنې "غیر واقعي" گڼلي خو ویلي یې دي چې تیار دی د خبرو له لارې ددغو څلورو عربي هیوادونو سره خپل اختلافات حل کړي.

سعودي عربستان او قطر په سیمه کې د امریکا د متحده ایالاتو عمده متحدین دي او قطر په سیمه کې د امریکا د سترې پوځي اډې کوربه دی.

XS
SM
MD
LG