د لاس رسي وړ اتصالات

ریاض له قطر سره هر ډول خبرې وځنډولې


د امریکا جمهور رئیس هڅه کوي چې د خلیج بحران حل شي
د امریکا جمهور رئیس هڅه کوي چې د خلیج بحران حل شي

سعودي عربستان نن شنبه له قطر سره هر ډول خبرې وځنډولې او پر هغه هیواد یې تور ولګاوه چې د هغه ټیلیفوني تماس په اړه یې حقایق تحریف کړي دې چې د دواړو هیوادونو د واکمنانو تر منځ ټینګ شوی و.

د سعودي عربستان مطبوعاتي اژانس له دې نه مخکې رپورټ ورکړ چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د یو ټیلیفوني تماس په ترڅ کې له خبرو کولو سره علاقه وښوده.

خو د اړیکو دغه تودوالې هغه وخت ډیر زر سوړ شو چې دغه اژانس وروسته د قطر په دولتي رسنیو ترو ولګاو چې ګني دغه تماس سعودي عربستان پیل کړی و، په داسې حال کې چې قطر ددغه تماس غوښتنه کړې وه.

د سعودي مطبوعاتي اژانس د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یو چارواکې له خولې وویل "قطر د خبرو په اړه جدیدت نه لري او خپلې مخکینۍ پالیسۍ ته دوام ورکوي. د سعودي عربستان شاهي حکومت اعلان کوي چې له قطر سره به هر ډول خبرې تر هغه وخت وځنډول شي چې په علني ډول د خپل دریځ په اړه یو څرګند بیان خپور کړي."

دغه تماس وروسته له هغه رامنځته شو چي د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د جمعي ورځ د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د امریکا جمهور رئیس د پنجشنبې په ورځ وړاندیز کړی و چې غواړي د خلیج د بحران د حل په اړه منځګړیتوب وکړي.

د سپینې ماڼۍ د جمعې د ورځې یوه اعلامیه کې راغلي دي چې جمهور رئیس ټینګار وکړ چې د امریکا د عرب شریکانو ترمنځ یووالي د سیمه ئیز ثبات او د ایران د ګواښ د مخنیوي لپاره اړین دی.

همداراز دغه اعلامیه وايي "جمهور رئیس همداراز ټینګار وکړ چې ټول هیوادونه باید د تروریزم د ماتولو، د ترهه ګرو د مالي منابعو د کمولو او له تندلاوۍ سره د مبارزې کولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي."

ښاغلي ټرمپ د دغو ټیلیفوني خبرو نه مخکې د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د کویت امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح سره له یوې غونډې نه وروسته د خلیج د بحران په اړه د هغه هیواد هڅې وستایلې. هغه همداراز وویل غواړي ددې بحران په اړه منځګړیتوب وکړي.

هغه وویل "زه غواړم چې منځګړیتوب وکړم او ډیر زر به یو څه ولرم. که زه د قطر او تیره بیا د متحده عربي امارات او سعودي عربستان منځګړیتوب په کولو کې مرسته کولای شم، نو غواړم چې و یې کړم."

بل لوري ته د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم په خپل وار د جمعي په ورځ د بهرنیو چارو په وزارت کې د کویت د بهرنیو چارو له وزیر شیخ الخالد الحماد الصباح سره ولیدل.

هغه وویل "مونږ خوشحاله یو چې کویت د متحده ایالاتو د پوځی تاسیساتو کوربه توب پرغاړه لري او په سیمه کې د امنیت لپاره د امریکا په اقداماتو کې مهمه ونډه اخلي."

د خلیج بحران هغه وخت د جون په پنځمه پیل شو چې بحرین، مصر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له قطر سره خپلې ټولې اړیکې ددې له امله پریکړې چې ترهګرو ته پیسې ورکوي او له ایران سره تودې اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG