د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د فساد ضد مبارزه کې ١٠٠ میلیارده ډالر ترلاسه کړي


د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د ریتز کارټن هوټل چې په فساد تورن چارواکي په کې توقیف شوي
د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د ریتز کارټن هوټل چې په فساد تورن چارواکي په کې توقیف شوي

د سعودي عربستان حکومت د فساد په تور د توقیف شویو سوداگرو او چارواکو سره د مالي تصفیې په نتیجه کې ١٠٠ میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي.

د سعودي عربستان لوی څارنوال شیخ سعود المجیب د سه شنبې په ورځ( جنوري ۳۰) په یوه اعلامیه کې وویل چې "د اټکل له مخې په دې تصفیه کې ۴٠٠ میلیارده ریال چې ١٠٦ میلیارده ډالر کیږي حکومت ته لاس ته ورغلي چې په کې د ملکیتونو، سوداگریزو شرکتونو او نغدو پیسو په گډون شتمنۍ شاملې دي".

د رویترز اژانس وايي که دغه شتمنۍ ترلاسه کړل شي دا به د سعودي حکومت ستره مالي لاس ته راوړنه وي چې د تیلو د ټیټې بیې په وجه یې اقتصادي وضعیت خراب شوی دی. سږکال د سعودي د حکومت د بودجې کسر ١٩٥ میلیارد ریال اټکل شوی دی.

د سعودي د لویې څارنوالۍ اعلامیه همداشان د ولیعهد محمد بن سلمان لپاره هم یو سیاسي بریا گڼل کیږي چې د تیر نومبر د میاشتې راهیسې یې د فساد ضد کمپاین پیل کړی او اټکل یې کړی و چې د مالي تصفیې په نتیجه کې به شاوخوا ١٠٠ میلیارده ډالر د حکومت لاس ته ورشي.

د سعودي حکومت له فساد سره مبارزې کې په لسگونو لوړپوړي چارواکي او سوداگر هم نیولي وو چې د ریاض په یو لوکس هوټل کې ساتل کیدل او ترې پلټنې کیدې.

ښاغلی المجیب وایي په مجموعي توگه د ٣٨١ کسانو نه پلټنې شوي چې یو شمیر یې شواهد او مدارک وړاندې کړي دي. د هغه په وینا ٥٦ کسانو سره پریکړې ته ندي رسیدلي چې هغوی لاهم په توقیف کې دي. دغه شمیره تیره اونۍ ٩٥ کسان وو.

د رپوټونو له مخې څه دپاسه ١٠٠ توقیف شوي کسان خوشې شوي دي چې په هغو کې میلیاردر شهزاده الولید بن طلال او وحید ال ابراهیم جې د ام بي سي په نامه د نفوذ لرونکي سیمه ایزې نشراتي شبکې مالک دی،هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG