د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو ساتنې اداره: ۸۰ ٪ نجونې ښوونځیو کې له زده کړو محرومې دي


د ماشومانو د ساتنې اداره " سیف اف چلنډرن" وايي د دغې ادارې څیړنې ښيي، چې د طالبانو له خوا افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو له امله اتیا فیصده نجونې زده کوونکې له زده کړو محرومې شوې دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د پنجشنبې په ورځ اپریل۲۱ (ثور اول) په یو راپور کې ویلي، چې د ۱.۱ میلیون نجونو زده کوونکو څخه ۸۵۰ زره یې اوس مهال ښوونځیو ته نه ځي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې " سیف اف چلنډرن" دا راپور افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې " یونیسف" په همکارۍ ترتیب کړی دی.

د جنوبي اسیا لپاره د ماشومانو د ساتنې د ادارې مسول اولیور فرانچي ویلي، چې " تیره میاشت کله چې نجونې ټولګیو ته لاړې نوي تعلیمي کال پیل ته ډیرې خوشاله وې هغوی په بشپړ ډول مایوسه شوې چې کله ورته وویل شو چې بیرته کورونو ته ستنې شي. د ماشومانو د ساتنې ادارې چې وروسته د کومو نجونو سره خبرې وکړې هغوی ویل چې د زده کړو د اساسي حق څخه د محرومیدو له امله غمجنې شوې او زړونه یې مات شوي دي".

اولیور فرانچي ویلي " زده کړې د ټولو ماشومانو په ځانګړي ډول نجونو لپاره د ژغورنې لار ده. د دې پرته مخ په زیاتیدونکي ډول تاوتریخوالي، ناسم چلند اوپه کم عمر کې د ودونو د ګواښونو سره مخ کیږي. افغانستان کې د نجونو د ژوند د دوام او د دغه هیواد د راتلوونکي لپاره د ماشومانو د ساتنې اداره پر طالبانو غږ کوي چې په ژر ترژره د ټولو عمرونو نجونو ته ښوونځیو ته د ستنیدلواجازه ورکړي"

دغه چارواکي ویلي، د اداري او لوژستیکي پلوه هیڅ کومه داسې مسله نشته، چې د نجونو زده کړو ته د لاس رسي د مخنیوي لپاره توجیه شي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې همداشان ویلي چې نړیواله ټولنه هم په دې برخه کې اساسي رول لري او نړیواله ټولنه باید د هغو نجونو لپاره چې لا هم په ښوونځیو کې دي مالي ملاتړ برابر کړي.

دا اداره وايي افغانستان د ښوونې او روزنې سیستم د ګواښ سره مخ دی اوس یې وخت نه دی چې ورته شا واړول شي.

د دې سره سره چې واک ته د طالبانو د رسیدلو څخه اته میاشتې تیرې شوي خو د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي.

طالبانو حکومت نړیوالې ټولنې سره د کړې ژمنې پرخلاف د حمل په درییمه ورځ د نامعلومې مودې لپاره د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کیدو اعلان وکړ. د طالبان د حکومت د پوهنې وزارت ویلي، چې د شپږم ټولګي څخه د پورته د نجونو د زده کړو د پیلیدو لپاره د اسلامي اساساتو او ملي ارزښتونو په رڼا کې په یوه طرحه کار روان دی چې د بشبړیدو وروسته به یې ښوونځي پرانیستل شي.

د پنجشنبې په ورځ کابل کې د مدني ټولنې فعالینو په یوه غونډه کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د نجونو ښوونځي دې پرته له نور ځنډ څخه پرانیځي. دغو فعالینو ویل چې افغانستان کې د ښوونځیو تړل نه دیني او نه هم ملي او کلتوري توجیه لري.

XS
SM
MD
LG