د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په میانمار کې د نظامیانو له خوا د ملکي وګړو وژنه غندلې


جګپوړو امریکایي چارواکو د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۸ (مرغومني اومه) د میانمار د پوځیانو له خوا د ملکي وګړو وژنه غندلې ده.

د هغه هیواد په ختیځ د کیاه په سیمه کې د ملکي وګړو پر موتر د میانمار د نظامي ځواکونو په برید کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او جسدونه یې سوځول شوي دي.

په میانمار کې د امریکا سفارت دا برید وحشیانه بللی او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن برید غندلی دی.

ښاغلي بلینکن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې "پر بی ګناه خلکو او د بشري بنسټونو پر کارمندانو برید د منلو وړ ندی او د میانمار د پوځیانو له خوا په پراخ ډول د خلکو د وژنې" څخه باید پوښتنه وشي.

د ماشومانو د ساتنې موسسې save the children د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۸ وویل چې دوه کارکوونکي یې د عیسویانو د اختر په شپه د میانمار په ختیځ کې وژل شوي دي.

یادې موسسې د میانمار پوځیان د هغه مرګوني برید عاملین بللي چې له امله یې په کیاه ایالت کې کابو ۳۵ کسان وژل شوي دي.

د یادې موسسې رئیس اینګر اشین د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي "د مرسته رسوونکو کارکوونکو په ګډون د ملکي وګړو په وړاندې تاوتریخوالي د منلو وړ ندي او دا بې معني برید له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده."

ښاغلي اشینګ ویلي چې دا د میانمار د پوځیانو یوازینی برید ندی بلکې په هغه هیواد کې په زیاتیدونکي شکل پر خلکو برید کیږي. نوموړي ټینګار یې کړې چې باید دې بریدونو ته عاجل ځواب ورکړل شي.

د میانمار پوځيانو ویلي چې د هغوی پر قواوو هغه مهال برید وشو چې غوښتل یې اوه موټرونه چې په شکمن ډول په حرکت کې وو ودروي.

د میانمار د پوځ ویاند زاو مین تون د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د هغوی قواوو د جګړې پرمهال څو تنه وژلي خو په دې اړه یې جزیات ندي ورکړي.

په میانمار کې له نظامي کودتا وورسته، د هغه هیواد په بیلابیلو برخو کې د خلکو د دفاع ځواکونه رامنځ ته شوي او هدف یې د نظامي حکومت په وړاندې مبارزه ده.

د یاد برید په غبرګون کې د ماشومانو د ساتنې صندوق د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي دي چې د میانمار پر نظامي حکومت تسلیحاتي بندیزونه وضع کړي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو یوه چارواکي د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۵ ویلي وو چې په میانمار کې د کابو ۳۰ ملکي وګړو د ډله ایزې وژنې په اړه د معترو راپورونو په ترلاسه کیدو ویریدلی دی.

د بشر دوستانه مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیتس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي:" دا ناوړه پیښه او د هغه هیواد په بیلایبلو برخو کې د ملکي وګړو په وړاندې بریدونه غندو."

د میانمار پوځیانو په فبروري میاشت کې د کودتا له لارې واک ترلاسه کړ ، هغه اقدام چې د خلکو د سوله ایزو لاریونونو لامل شو، خو نظامیانو د مظاهرو په وړاندې غبرګون وښود او له هغه وخته تر اوسه پورې په یاد هیواد کې ګډوډي رامنځ ته شوې او خلکو د نظامي کودتا په وړاندې پراخې مظاهرې کړي دي.

د بشري حقونو د سیمه ایزو څارونکو د راپور پر اساس، د هغه هیواد امنیتي قواوو د مظاهرو پرمهال خلک سخت ځپلي دي چې له امله یې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG