د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن، عبدالله ته: امریکا په افغانستان کې د جګړې ختمولو ته ژمنه ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله، سره په تیلیفوني تماس کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس، د پنجشنبې په ورځ اګست ۵ (زمري ۱۴) په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې پدې تماس کې "په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د یو عادلانه او ثابت تفاهم د موندلو لپاره د متحده ایلاتو په ژمنه" خبرې وکړې.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا هم دا خبرې تائید کړي. دې شورا په یوې اعلامیې کې ویلي : "دواړو خواو پدې خبرو کې د یو ټول شموله توافق د ترلاسه کولو لپاره چې د ښځو او اقلیتونو په ګډون د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي، د افغانستان خلکو ته حق ورکړي چې د خپلو مشرانو په ټاکلو کې رول ولري او ترهګرو ډلو ته د فعالیت او د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادو په ضد د ګواښ اجازه ورنکړي د مذاکراتو د چټکولو په لارو چارو باندې بحق او تبادل نظر وکړ."

له دې دوه ورځې دمخه او د امریکا په مشرۍ د سولې په بهیر باندې د ولسمنشر محمد اشرف غني د انتقاد وروسته ښاغلي بلینکن د ولسمشر غني سره تیلیفوني خبرې وکړې.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ د ملي شورا د دواړو خونو ګډې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د سولې بهیر چې د امریکا-طالبانو د سولې د موافقې وروسته پیل شو، "یو وارداتي او په بیړه " او په "خامو فرضیو باندې ولاړ" بهیر وباله چې د ښاغلي غني په وینا اساس یې "پر جمهوریت باندې فشار او د دموکراسۍ تخریب" و.

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل چې ټاکل شوې په څو راتلونکو اونیو کې بشپړ شي د امریکا-طالبانو د موافقې یو د اساسي شرطونو څخه دی، خو د طالبانو ډلې پدې توافق کې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره د افغانستان د حکومت سره مذاکراتو ته حاضریږي.

خو د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په پیل سره طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ او د امریکایي پوځي مقاماتو په وینا اوس دغه ډله د افغانستان د نیمایي ولسوالیو په مرکزونو باندې کنترول لري او همداشا د دریو ولایتونو –کندهار، هرات او هلمند- مرکزونه یې محاصره کړي دي.

XS
SM
MD
LG