د لاس رسي وړ اتصالات

مچ مک کانل: مونږ په افغانستان کې د ستراتیژیکې غمیزې شاهد یو 


د امریکا د متحده ایالاتو په سنا کې د جمهوري غوښتونکي ګوند لوړپوري سناتور مچ مک‌کانل، د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن په تصمیم باندې په تند انتقاد سره وویل چې په افغانستان کې یوه ستراتیژیکه غمیزه د پیښیدو په حال کې ده.

ښاغلي مک‌کانل د طالبانو تازه پرمختګونو ته په اشاری وویل ښایي د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې طالبان او د القاعدې شبکه بریالي شي، خو د هغه په وینا په جګړه کې د طالبانو بریالي کیدل به متحده ایالاتو ته د سترو ګواښونو د پیدا کیدو په معنی وي.

دغه امریکایي سناتور د چهارشنبې په ورځ اګست څلورمه (زمري ۱۳) د سنا مجلس ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې که طالبان واک ته ورسیږي، امریکایان به مصون نه اوسي.

د امریکا-طالبانو د موافقې په اساس چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې په دوحه کې لاسلیک شوه بهرني ځواکونه له افغانستان وځي او طالبانو هم ژمنه کړې چې د القاعده شبکې په ګډون د ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې شلوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په ضد د بریدونو د کولو لپاره استفاده وشي.

خو ښاغلي مک‌کانل استدلال وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمن کیدو سره د القاعده شبکه یو ځل بیا امن پناه ځای ترلاسه کوي او د جهادیانو یو نوی نسل په نړۍ کې د القاعدې څخه الهام اخلي.

د طالبانو د بریدونو شدت ته په اشارې چې په څو مواردو کې د نړۍ معتبرو سازمانونو د هغې جملې څخه د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان طالبان د ملکي وګړو په ډله ییزه وژنه تورن کړي سناتور مک‌کانل ادعا وکړه چې طالبانو د کابل په لور حرکت د بینګاه انسانانو د وینې په تویولو پیل کړی دی.

ښاغلي مک کانل همداشان وویل چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په هکله د ولسمشر بایډن ژمنه به په حقیقت بدله نشي ځکه د هغه په وینا متحده ایالات به تر زیاتو کلونو پورې د افغانستان څخه د پوځیانو د ایستلو د امنیتي، بشري او اخلاقي بیلګو سره لاس او بګریوان وي.

بل پلو د افغانستان د مصالحې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوه ورځې مخکې په یوه وینا کې اشاره وکړه چې د طالبانو جګړه د واک د ترلاسه کولو لپاره ده او دغه ډله په افغانستان کې په واک کې ستره ونډه غواړي.

خو ښاغلي خلیلزاد د مذاکرې او سیاسي تفاهم له لارې د افغانستان د معضلې په حل کولو باندې په ټینګار سره وویل چې که طالبان وغواړي چې په زور واک ترلاسه کړي بین المللي مشروعیت به ونلري او پدې صورت کې به افغانستان یو "رټل شوی دولت" وي.

XS
SM
MD
LG