د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کابل کې برید وغنده


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کابل کې په یو چینايي رستورانت باندې د دوشنبې د ورځې «تروریستي برید» په «سختو ټکو» غندلی دی.

د داعش-خراسان ډله ادعا کوي چې دا برید هغوی کړی، طالبان وايي په برید کې د یو چینايي په ګډون اووه تنه وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې اعلامیې کې ویلي چې په برید کې د وژل شویو افغانانو او چینايي له کورنیو سره خواشیني څرګندوي.

اعلامیه وايي: «د امنیت شورا غړي یو ځل بیا ټېنګار کوي چې ترهګري په هره بڼه چې وي، د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.»

د امنیت شورا ټېنګار کړی دی چې د «دا ډول ترهګریزو کړنو عاملانو، تنظیم کوونکو او تمویل کوونکو ته باید سزا ورکړل» شي او له نورو هېوادونو څخه یې غوښتي چې د امنیت شورا د پرېکړو او خپلو مکلفیتونو په اساس په دې برخه کې همکاري وکړي.

د امنیت شورا په اعلامیې کې راغلي دي: «هر ډول ترهګریز برید جنایت دی او د توجیه وړ نه دی، مهمه نه ده چې انګیزه یې څه ده، څه وخت، چېرې او د چا له لوري کېږي... اړتیا ده چې ټول هېوادونه د خپلو امکاناتو په کارولو سره د ملګرو ملتونو د منشور او نورو نړیوالو قوانینو په اساس نړیوالې سولې او امنیت ته د ورېښو ګواښونو په وړاندې، چې له ترهګریزو کړنو څخه پیدا کېږي، مبارزه وکړي.»

په کابل کې له دغه برید څخه وروسته د چین حکومت له افغانستان څخه وغوښتل چې په هغه هېواد کې د چینايانو امنیت تضمین کړي او همدغه راز یې له خپلو خلکو څخه وغوښتل چې په نژدې وخت کې افغانستان ته سفر نه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG