د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتور: طالبان ظلم کوي، حکومتونه نشي کولای پدې ډول ډېر دوام وکړي


 بیل کاسیډي، امریکايي سناتور
بیل کاسیډي، امریکايي سناتور

د امریکا جمهوري‌غوښتونکی سناتور بیل کاسیډي وايي‌، پوهیږي چې په افغانستان کې دننه طالبان "ډېر ظلم کوي" او حکومتونه نشي کولای پدې ډول ډېر دوام وکړي.

کاسیډي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل: "موږ پدې هم پوهیږو چې دا به د لنډې مودې دپاره وي ځکه حکومتونه نشي کولی پدې ډول دوام وکړي. نن وي که سبا، د آزادۍ هیلې به را وټوکیږي داسې هیلې چې له منځه نشي‌تللای."

نوموړي د افغانستان د راتلونکي په اړه زیاته کړه: "افغانستان به یوه ورځ آزاد وي، دا به خود جوشه نهضت او حرکت وي او ډیره مثبته اغیزه به ولري. د همدغو تنکیو ځوانانو په مټ او نورو هغو افغانانو په زیار به وي چې د خپل هېواد سره مینه لري."

سناتور کاسیډی د افغانستان د تېر نظام د سقوط نه وروسته له هېواد څخه د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت د غړو په ایستلو کې مرسته وکړه او د روانې میاشتې په پای کې د خپلو هڅو په مناسبت د امریکا په کانګرس کې ستایل کیږي.

نوموړي وايي د خپل کار په ستایل کېدو خوښ دی خو وايي دا خورا مهمه ده چې په دې ځوانو میرمنو، د دوی په کورنیو او د ټولو هغو کسانو په کیسه رڼا واچول شي چې په ستونزمنو حالاتو او ځایونو کې ژوند ته مجبورېږي.

سناتور کاسیډي وايي، موخه باید دا وي چې افغانان بالاخره ازاد ژوند وکړي او ټول که ښځینه وي او که نارینه، وکړای شي چې خپل خلاقیت څرکند کړي‌ او د ژوند ارمانونو ته پرته له دې چې نظامونه یې مخنیوی وکړي، ورسیږي.

بشپړه مرکه دلته وګورئ.

XS
SM
MD
LG