د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا د ټرمپ د تورونو په اړه وروستۍ رای ګیري کوي


د امریکا په سنا کې د ټرمپ د تورنیدو محاکمه مخ په خلاصیدو دي
د امریکا په سنا کې د ټرمپ د تورنیدو محاکمه مخ په خلاصیدو دي

د امریکا په سنا مجلس کې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د محاکمې په لړ کې ټاکل شوېده سناتوران د راتلونکې چهار شنبې په ورځ د نوموړي د تورونو په اړه رای ګیري وکړي.

د امریکا د سنا غړو چې اکثریت جمهوري غوښتونکي دي، د نویو شاهدانو په اړه د دیموکراتانو غوښتنه د رایو په اکثریت رد کړه.

د استازو مجلس مشرې ننسي پلوسي وویل، جمهوري غوښتونکو د ټرمپ پر کړنو د پردې اچولو لار غوره کړې ده.

د شاهدانو غوښتنه وروسته له هغه جدي شوه چې څرګنده شوه د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په خپله کتاب کې ادعا کړېده چې شخصا ټرمپ ورته ویلي وو له اوکراین سره مرستې د سیاسي رقیب جوبایډن او د هغه د زوی هنټر بایډن په تحقیقاتو مرتبطې دي.

ټرمپ د بولټن ادعاوي رد کړې او د جمهوري غوښتونکو سناتورانو د وفاداۍ یادونه یې وکړه. ټرمپ وویل د اوکراین مرسته د لنډ وخت لپاره ځنډول شوې وه او دا د استیضاح وړ سرغړونه نه ګڼل کیږي.

د جمهور رئیس مدافعینو استدلال وکړ چې د استازو د مجلس غړو باید د خپلو تحقیقاتو پرمهال د شاهدانو شهادت پای ته رسولی وای، نه د سنا په محکمه کې

سناتورانو میټ رومني او سوزان کولنز که څه هم د جمعې په ورځ د شاهدانو د راغوښتلو په مسله کې د دیموکراتانو ملاتړ وکړ خو دا د هغو کابو اکثریت امریکایانو د غوښتنو لپاره کافي نه وو چې د شاهدانو غوښتنه کوي.

سناتوران به د دوشنبې په ورځ د رای ګیري په اړه وروستي بحثونه وکړي او د فبروري په پنځمه نیټه به ملت ته د جمهور رئیس له وینا یوه ورځ وروسته وروستۍ رای ګیري وکړي.

د امریکا د استازو مجلس د تیر کال په ډسبمر میاشت کې ډانلډ ټرمپ له واک څخه په ناوړه استفاده او د کانګرس د کار په مخنیوي تورن کړ.

XS
SM
MD
LG