د لاس رسي وړ اتصالات

شاهدان د ټرمپ د استیضاح محاکمه کې په مهم بحث بدل شوي


امریکايي سناتوران به نن پنجشنبه د ( جنوري ۳۰ مه ) په سنا کې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د استیضاح د محاکمې په اتمه ورځ د ټرمپ له مدافع ټیم او دیموکراتو استازو څخه چې د محکمې چارې تعقیبوي پوښتنې وکړي.

سناتورانو په تیرو دوو ورځو کې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د استیضاح د محاکمې په لړ کې له اوکراین سره د ټرمپ د معاملو په اړه مهم بحثونه وکړل او دا بحث نن هم دوام کوي.

دیموکرات استازي په محاکمه کې د نویو شواهدو په وړاندې کیدو او د شاهدانو په راتلو ټینګار کوي.

خو دا تر اوسه معلومه نده چې په کافي اندازه جمهوري غوښتونکي به د شاهدانو د راغوښتلو په اړه د جمعې ورځې په احتمالي راي ګیري کې مثبته رایه ورکړي که نه.

یو شمیر جمهوري غوښتونکي سناتوران د شاهدانو د راغوښتلو په مسله کې د دیموکراتو استازو سره یو نظر دي.

جمهوري غوښتونکی سناتور ميټ رامني وايي:" د مثال په توګه جان بولټن، ممکن موږ ته ووايي چې دقیقا څه وخت دا پریکړه وشوه چې له اوکراین سره عاجله مرسته وشي او په هغه وخت کې د جمهور رئیس استدلال څه وو."

خو مهمه ورځ سبا جمعه د (جنوري ۳۱مه) ده او ددې احتمال شته چې د سنا غړي د نویو شاهدانو د راغوښتلو په اړه رای ګیري وکړي.

دیموکرات سناتور ټم کين وايي مخکې له دې چې د تورنیدو او یا هم برائت ورکولو په اړه رای ګیري وشي، په دې به رای ګیري وشي چې آیا دا محکمه ده که تظاهر.

د استازو د مجلس غړی ادم شف وايي ددې امکان نشته چې له شاهدانو پرته یوه عادلانه محاکمه جوړه شي خو د ټرمپ مدافع ټیم وايي که جمهور رئیس د عامه ګټو په هدف کوم کار کړی وي نو دا کیدای د جوړجاړي یوه لوبه وګڼل شي.

XS
SM
MD
LG