د لاس رسي وړ اتصالات

د ۹/۱۱ په بریدونو کې ۱۱۱۱ وژل شوي کسان لا هم پېژندل شوي نه دي


په امریکا کې هرکال د سپتمبر په یولسمه د دغه بریدونو د غندلو او قربانیانو سره د خواخوږۍ مراسم ترسره کیږي
په امریکا کې هرکال د سپتمبر په یولسمه د دغه بریدونو د غندلو او قربانیانو سره د خواخوږۍ مراسم ترسره کیږي

پر امریکا د سپتمبر د یولسمې له ترهګریزو بریدونو ۱۷ کاله پوره شول، خو لا هم د ١١١١ کسانو مړي‌ تشخیص او پېژندل شوي نه دي.

په نیویارک کې یوې تحقیقاتي ‌‌‌‌‌‌ډلې تازه د دغو کسانو د جسدونو په پاتې برخو تحقیقات پيل کړي چې تشخیص یې او و یې پېژني. د پاتې شونو په بېلګو کې یې ځينې ١٠ او ١٥ ځلې معاینه شوې دي.

د دغې پېښې تر ټولو ورستی قرباني د روان کال د جولاۍ په میاشت کې وپېژندل شو. د دغه لابراتوار څېړونکي وايي پېژندل شوی جسد د ٢٦ کلن سکات مایکل جانسن و چې د نړیوال تجارتي مرکز په ٧٩ پوړ کې د مالي چارو کارپوه و.

ځينې هغه کسان چې د نیویارک په بریدونو کې یې خپلوان او عزیزان وژل شوي، وخت نا وخت دغه لابراتوار نه ورځي چې حال واخلي.

لابراتوار کې د پاتې شونو ‌(ډي ان ای) موجود دی او د قربانیانو د خپلوانو له ‌‌‌‌‌‌(ډي ان ای) سره یې مقایسه کوي چې تشخیص یې اسانه شي.

د لابراتور یو کارکوونکي دیزار د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دوی د قربانیانو له کورنیو سره نژدې اړیکې لري او دغه کار د قربانیانو په پېژندلو کې ‌‌‌‌‌‌مرسته کوي.

امریکايي چارواکي وايي د قربانیانو پېژندنه اسانه نه ده او ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت او کار غواړي.

د سپتمبر د یولسمې په ترهګریزو بریدونو کې څه باندې ٢٩٠٠ تنه وژل شوي او ٦٠٠٠ نور ژوبل شول. د دغه بریدونو اصلي طراح د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن وبلل شوي چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ کې د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه.

XS
SM
MD
LG