د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسوی زنځیره يي قاتل د نیپال له زندان نه خوشې شو 


فرانسوی زنځیره یي قاتل چارلز سوبراج د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۳ مه (مرغومي دویمه) د امریکايي او کاناډايي سیلانیانو د وژلو په جرم د خپلې زیاتې سزا له تېرولو وروسته د نیپال له یو زندان څخه خوشې کړل شو.

سوبراج وروسته له هغه له بنده خوشې شو چې د نیپال سترې محکمې په زندان کې د ښه چلند او ناروغۍ له امله د هغه د خوشې کولو امر وکړ. دغه زنځیره یي وژونکی چې په عمري بند محکوم شوی و، د خپل زندان ډېره برخه یې تېره کړې وه. په نیپال کې د عمر قید شل کاله دی.

د محکمې حکم دا هم وايي چې سوبراج باید په ۱۵ ورځو کې نیپال پریږدي.

د سوبراج مدافع وکیل ګوپال سیواکوتي چیتان خبریالانو ته وویل چې د هغه د موکل سفري اسناد باید په نیپال کې د فرانسې سفارت له لارې پروسس شي چې ښایي یو څه وخت به ونیسي، ځکه چې د اونۍ پای او د کرسمس رخصتۍ په مخکې دي. خو، د فرانس پریس یو خبریال راپور ورکړی چې سوبراج د جمعې په ورځ په یوه الوتنه کې له نیپال نه ووت او ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د دسمبر په ۲۴ د قطر له لارې فرانسې ته ورسیږي.

د محکمې د اسنادو له مخې، سوبراج د خپلې سزا څه دپاسه ۷۵ فیصده موده پوره کړې او د زړه د ناروغۍ له امله له بند څخه د خلاصون وړ دی.

دغه فرانسوي دمخه منلې وه چې د لویدیځو هېوادونو څو سیلانیان یې وژلي دي. داسې باور کیږي چې هغه په ۱۹۷۰ لسیزه کې په افغانستان، هند، تایلنډ، ترکیې، نیپال، ایران او هانګ کانګ کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي. هغه په لومړي ځل په ۲۰۰۴ کال کې په یوه محکمه کې مجرم وپېژندل شو.

له دې دمخه سوبراج د دوو لسیزو لپاره د نوي ډهلي په تیهار زندان کې د غلا په تور بندي و، خو په ۱۹۹۷ کال کې له تور پرته فرانسې ته وشړل شو. هغه یو ځل بیا د ۲۰۰۳ کال په سپتمبر کې د نیپال په پلزمینه کتمندو کې راڅرګند شو.

XS
SM
MD
LG