د لاس رسي وړ اتصالات

'هره ورځ له یو میلیون زیات کسان د جنسي مقاربت له وجې په مکروبونو اخته کیږي'


د نړیوال روغتیایي سازمان د یو رپوټ له مخې د نړۍ په گوټ گوټ کې هره ورځ څه دپاسه یو میلیون انسانان د جنسي اړیکو څخه په زیږنده ساري مکروبونو اخته کیږي.

که څه هم چې دې رپوټ ویلي چې د ډیر شمیر دغو عفونتونو درملنه کیدای شي او په اسانۍ سره یې مخه نیول کیږي، خو یو شمیر یې په جدي توگه مکروبي کیدای شي چې درملنه یې د انتي‌بیوتیک په واسطه مشکله ده.

د WHO سازمان یو روغتیایي مسول، تیودورا وي، ددغه رپوټ د خپرولو سره جوخت ویلي دي چې: "هغه عفونت‌ یا مکروبي کیدنه چې د جنسي مقاربت له لارې انسانانو ته انتقالیږي په هر ځای کې لیدل کیږي او له هغه څه چې فکر کیږي زیات سرایت کوي."

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي د جنسي مقاربت زیږنده مکروبي کیدنې د نړۍ په گوټ گوټ کې د انسانانو سلامتیا ته جدي گواښ گڼل کیږي او پر پاغه عمر لرونکو کسانو او ماشومانو باندې ناوړه اغیز کوي.

په دغه رپوټ کېد ٢٠١٦ کال د شمیرو له مخې ویل شوي، چې په ٢٠١٦ کال کې د ١٥ نه تر ۴٩ کالو عمر لرونکو نارینو او ښځو ترمنځ ١٢٧ میلیونه مورده کلامیډیا (د نارینو د تناسلي سیستم مکروبي کیدنه) کتل شوې ده.

په همدې کال (٢٠١٦) کې رپوټ ورکړل شوی و چې ٨٧ میلیونه کسان په سوزاک، ۶.۳ میلیون کسان په سفلیس او ۱۵۶ میلیون کسان په تریکومونا (د ښځو د تناسلي سیستم مکروبي کیدنې) اخته شوي وو.

ددغه سازما ن په وینا په ٢٠١٦ کال کې یواځې سفلیس ددې سبب شو چې ٢٠٠ زره ماشومان یا له تولد دمخه او یا هم له تولد لږ وروسته تلف شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ویلي دي چې دغو شمیرودې مسلې ته جدي پاملرنې ته اړتیا په ډاگه کړې اوپه کارده چېددغو عفونتونو د درملنې امکاناتو ته د نړۍ ټول وگړي لاسرسی ولري.

XS
SM
MD
LG