د لاس رسي وړ اتصالات

په ماشومتوب کې ناوړه شرایط لسیزې وروسته د خوب ستونزې زیږوي - څیړنه


په امریکا کې یوه نوې څیړنه ښیي، هغه کسان چې په ماشومتوب د ناوړه شرایطو سره مخ او له نظره لویدلي وو په ځوانۍ او له هغې وروسته عمر کې د خوب ستونزې لري.

پدې څیړنه کې په کورني ژوند کې جنگ او دعوې، د والدینو طلاق، په رواني ناروغیو او اعتیاد باندې د والدینو اخته والی او یا هم د جنسي، جسمي یا روحي تیریو سره پخپله د ماشومانو مخامخ کیدل د ماشومتوب د مشقت او سختیو په نامه په گوته شوي دي.

پدغه څیړنه کې څه دپاسه ٢٢ زره کسانو برخه اخیستې وه چې وسطي عمر یې ۴٧ کاله و.

د گډون کوونکو شاوخوا ۶۸ فیصده کسان په رپوټ کې د ذکر شويو په ماشومتوب کې له سختیو سره مخامخ شوي وو.

پوهان پدې پوه شوي چې پر هره اندازه چې دغو گډون کوونکو په ماشومتوب کې د سختیو سره مخامخ وو په هماغه اندازه یې بې خوبي او یا کم خوبي درلودله.

د امریکا د جورجیا ایالت د ستیتسبورو په پوهنتون کې ددغې څیړنې مشرې څیړونکې کیلي سولیوان،

ویلي دي چې ددغې بې خوبۍ او کم خوبۍ دلیل "د رواني فشار له زهرو ډک اثرات" دي چې دغه کسان ورسره په ماشومتوب لاس او گریوان وو.

ډاکتره سولیوان د رویترز اژانس ته ویلي دي چې "سترس" او یا بیحده دوامداره روحي فشار په مغزو کې د بیولوژیکي تغیراتو سبب کیږي او د ناوړه روغتیایي، اموزشي او چلند له اغیزو سره مخامخ کیږي چې یو شمیر دغه بدلونونه ټول عمر له انسان سره پاته کیږي.

د سختیو د مختلفو شکلونو له منځ نه چې پدغه څیړنه کې ارزول شوي، کورنی تاوتریخوالی، بد چلند او پر ماشومانو باندې جنسي تیري هغه ستر عوامل گڼل شوي چې په پورته عمر کې د کم خوبۍ سبب کیږي.

په الکولو او مخدراتو باندې د اخته والدینو سره ژوند یا هم طلاق شوي والدین دوهمه درجه مشکلات گڼل شوي دي چې په پوخ عمر کې د بې خوبۍ سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG