د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار د افغانستان د جمهوري نظام د ړنګېدو عوامل څرګند کړل 


د جمهوري نظام له سقوط وروسته ارګ ته د طالبانو لومړۍ ورغلې ډله
د جمهوري نظام له سقوط وروسته ارګ ته د طالبانو لومړۍ ورغلې ډله

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحدو ایالتونو د ځانګړي سرمفتش دفتر "سیګار" په یو تازه راپور کې یو شمیر هغه عوامل په ګوته کړي چې د افغانستان د جمهوري نظام په ړنګېدو کې یې ونډه درلوده.

سیګار شپږ فکټورونه، له افغانستان څخه د امریکا د واقعي وتلو په اړه د افغان حکومت نه تشخیص، د امریکا او طالبانو په خبرو کې د افغان حکومت نه ګډون، په جمهوري نظام کې د طالبانو په ادغام د غني د حکومت ټینګار د یو شمیر عواملو په توګه یاد کړي دي.

دغې ادارې همدارنګه د طالبانو نه جوړجاړی، د یوې خاصې او وړې حلقې په مرسته د محمد اشرف غني له خوا د حکومت کول، په لوړه کچه د قدرت متمرکز والي، پراخ فساد او د اوږدمهاله مشروعیت د ترلاسه کیدو لپاره مبارزه د تېر حکومت په پاشل کیدو کې سهیم بللي دي.

خو ښاغلي غني له سي ان ان سره په مرکه کې چې د اګست په ۱۴ نیټه خپره شوه په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې تړون ناوړه وباله او زیاته یې کړه چې د خبرو اترو د ټولو اصولو څخه پکې سرغړونې شوي دي.

متحدو ایالتونو په دوحه کې له طالبانو سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته، چې افغان حکومت پکې ګډون نه درلود ، د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ نیټه له طالبانو سره توافق لاسلیک کړ چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل هم پکې شامل وو.

ښاغلي غني د سي ان ان په مرکه کې وویل، "باید پدې موافقه کې شرطونه وای. نه یوازې دا چې په موافقې کې ټاکل شوي شرایط عملي نشول بلکې موږ د خپل شریک (متحده ایالاتو) پر ځای ددې موافقې پلي کوونکي شو. د مرستو په بندولو او هر څومره فشار چې تصور یې کیږي، موږ یې پرې وګواښلو چې ۵۰۰۰ بې عاطفې جنایتکاران خوشې کړو."

بلخوا ښاغلي غني د افغان خپرندویه شبکې (ABN) سره په خپله مرکه کې وویل د جمهوریت په سقوط کې ډیرو څیرو ونډه درلوده په ځانګړې ډول د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان د مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله.

سیګار همدارنګه په خپل تازه راپور کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د امریکا حکومت خپل اهداف ترلاسه کړل، څلور اړوند ځوابونه موندلي دي. په راپور کې ویل شوي امریکا په هغه هڅه کې چې افغانستان کې باثباته، دیموکراتیک، نماینده، د جنسیت پر اساس برابر او حساب ورکوونکی حکومت جوړ کړي، ناکام شوی دی.

خو د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن څو ځله ویلي دي چې هغوی په افغانستان کې خپل هدف، چې د القاعده د مشر وژل وو، ترلاسه کړی دی.

د سیګار راپور همدارنګه زیاتوي چې امریکا د فساد په له منځه وړلو، د دیموکراتیکو ټاکنو له لارې د افغان حکومت د مشروعیت او دا چې په کافي اندازه د خپلو هڅو نتایج او تاثیرات وارزوي، ناکامه شوه.

په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان په ټاکنو کې تل د درغلیو ادعاوې شوي وې، په خاص ډول د افغانستان د جمهوري ریاست په وروستیو ټاکنو کې چې محمد اشرف غني ولسمشر وټاکل شو خو عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې ونه منلې، ځان یې ګټونکی وباله او په سپیدار ماڼۍ کې یې د جمهوري ریاست د لوړي مراسم جوړ کړل.

د امریکا په شل کلن حضور کې پرمختګونه

خو د سیګار په دې تازه راپور کې زیاته شوې چې په دولتي او خصوصي سکټورونو کې یو لړ پرمختګونه هم شوي دي. د متحدو ایالتونو او نړیوالو شریکانو له خوا رامنځ ته شوي‌ فرصتونه، د روزنیزو او تعلیمي پروګرامونو، د انساني ظرفیتونو د رامنځ ته کیدو، د بنسټونو د ودې او د انساني پانګو د زیاتوالي لامل شول.

راپور څرګندوي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت د افغانستان د جمهوري دولت له سقوط مخکې، د متحدو ایالتونو عمده هدف دا و څو داسې یوه پایداره سیاسي موافقه ترلاسه کړي چې تل پاتې سوله او ثبات راولي.

خو له متحدو ایالتونو سره له خبرو مخکې، له افغان حکومت سره د خبرو په اړه د طالبانو مخالفت دغه هدف ته رسیدل ستونزمن کړل.

راپور زیاتوي په ۲۰۱۸ کال کې هم له طالبانو سره د امریکا مستقیمې خبرې ددې لامل شوې چې افغان حکومت څنډې ته شي، د ولسمشر غني د مذاکراتو موقف کمزوری او طالبانو ته قوت ورکړي.

د سیګار په راپور کې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د پخواني ځانګړي شارژدافیر هوګو یورنز په حواله ویل شوي:" یوازې له طالبانو سره د خبرو کول او زموږ د متحد نه شاملول، د طالبانو خبره په اثبات ورسوله. افغان حکومت زموږ له خوا رامنځ ته شوی، ضرورت نشته چې خبري ورسره وشي، تاسې یوازې باید له امریکایانو سره خبري وکړئ."

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د شورا د جنوبي او مرکزي آسیا د برخې پخوانۍ مشرې لیزا کورټیس سیګار ته ویلي دي چې د متحدو ایالتونو او طالبانو توافق، طالبان زړه ور کړل. هغې وویل:" دا د امریکا د وتلو پروسه وه... . ټول طالبان په دې موافق وو چې پر امریکایي ځواکونو برید ونکړي."

سیګار زیاتوي چې په نتیجه کې، قرار داد ددې لامل شو چې د طالبانو مشرانو د سولې د خبرو پر ځای د جګړې په ډګر کې له افغان حکومت سره د جنګ په دوام هوکړه وکړه.

طالبان د امریکا د وتلو د بهیر د بشپړیدو مخکې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۱۵ نيټه د کابل په ګډون د افغانستان په اکثریت برخو واکمن شول او دا ددې لامل شوه چې د امریکا د تخلیې پروسه چې باید د اګست تر پایه بشپړه شوې وای له ګډوډیو سره مخ شي.

دغو ګډوډیو د یو شمیر دیموکراتانو په ګډون د جمهوري غوښتونکو سخت انتقادادت راوپارول او هغه یې د ولسمشر بایډن ناکامي وبلله.

XS
SM
MD
LG