د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان پوځ لیکو کې د ښځو حضور ۱۶سلنه زیات شوی ـ راپور


د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي مفتش (سیګار ) وايي، د افغان ملي ا ردو او پولیسو په لیکو کې د ښځو حضور ۱۶ سلنه زیات شوی دی.

د سیګار د راپور په اساس د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې تر ۲۶ پورې د۴۳۳ ملکي کارکوونکو په ګډون ۵۰۲۷۰ ښځې د افغانستان په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې کار کوی.

سیګار نن دوشنبه جون ۱۵ (غبرګولې ۲۶) په دې اړه خپاره شوي راپور کې ویلي: "د راپور په اساس نسبت تیرو درې میاشتو ته ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی، ۳۵۵۳ تنې په کورنیو چارو او ۱۷۳۵ تنې په دفاع وزارت کې خدمت کوي."

په دغه راپور کې د خپرو شوو شمېرو له مخې پر دې سر بېره اوس مهال ۲۹ افغان ښځينه کار کوونکو د ملي اردو په اکاډمۍ او ۱۵ تنو نورو د طبي پوهنتون په پوځي برخه کې نوم لیکنه کړې ده.

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي مفتش (سیګار) په خپل راپور کې د افغانستان د ځانګړو پولیسو قوماندانۍ په حواله په امنیتي او دفاعي لیکوکې د جنسیتي چارو د ښه والي خبر هم ورکړی دی.

سیګار ویلي چې د پولیسو د روزنې ځانګړي مرکز کې۳۰ تنو ښځو ته د افسرۍ، وسلې کارولو او نورو ځانګړي تکتیکونو په اړه روزنه هم ورکول شوې ده.

او همدارنګه ټاکل شوې تر۲۰۲۲ میلادي کال پورې ښځو ته د اسانتیاو رامنځته کېدو په هدف پنځه ودانۍ هم د ۴.۲ میلیونو په ارزښت جوړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په افغانستان کې د ملي اردو په لیکو کې د ښځینه سرتیرو شمېر ۱۹۵۰۰ تنو ته رسېدلی وای.

د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو په اساس دا مهاله د ملي اردو په لیکو کې ښځینه جنراله شتون نه لري.

د افغانستان دفاع وزارت د اردو په لیکو کې ښځینه سرتیرو ته د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړه او د لوړو زده کړو زمینه هم برابره کړې ده.

XS
SM
MD
LG