د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د وړو نجونو ودول زیات شوي


سیګار وايي د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د وړو نجونو ودول زیات شوي
سیګار وايي د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د وړو نجونو ودول زیات شوي

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر " سیګار" وايي چې په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې په جبري ډول او د وړو او کم عمره نجونو ودول زیات شوي دي.

سیګار د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي راپور کې د ملګروملتونو له قوله ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال راوروسته په افغانستان کې ۳۵ فیصده نجونو د اتلس کلنې عمر ته تر رسېدو مخکې او ۱۷ فیصده نورو ۱۵ کلنې ته تر رسیدو دمخه په جبري ډول واده شوي دي.

سیګار په دغه راپور کې ویلي: "د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر او د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ د میاشتو ترمنځ د جبري ودونو ۵۷۸ قضیې ثبت شوي، چې ددغې ډلې ۳۶۱ یې په کوچني عمر کې د دودونو قضیې وې."

په افغانستان کې په کوچني عمر او په جبري ډول د نجونو د ودولو دود له پخوا څخه په دغه هیواد کې رواج لري، خو د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ ځینې ادارې وايي، چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدو وروسته پر ښځو او نجونو باندې ددغې ډلې د پرله پسې محدودیتونو په ځانګړي ډول له زده کړو د نجونو د منع کیدو وروسته په دغه هیواد کې په جبري ډول او د کم عمرلرونکو نجونو ودول ډیرزیات شوي دي.

د 'سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ' هم څه موده دمخه ویلي و، چې په افغانستان کې په وروستیو څه باندې دوو کلنو کې افغان میرمنې او نجونې په پرله پسې توګه د درنو سزاګانو لکه اعدام، سنګسار، په دُرو وهل، جبري ودونه او له ازادۍ څخه د بې برخې کیدو سره مخامخ دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف تیره میاشت په یو راپور کې ویلي و چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د افغانستان په ګډون په جنوبي اسیا کې، د کم عمره نجونو ودیدل له زده کړو څخه د نجونو بې ‌برخې کېدل او د کورنیو اقتصادي ستونزو له امله زیات شوي دي.

یونیسف ویلي چې ډېری ميندې او پلرونه خپلو لوڼو ته د یو بار په سترګه ګوري او واده د دوی لپاره غوره انتخاب ګڼي.

د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف د دفتر مدیرې نوالا سکینر وايي: "په کم عمر کې واده، نجونې له زده کړو محروموي، د هغوی روغتیا، هوساینه او راتلونکې له خطر سره مخامخ کوي. هره نجلۍ چې په ماشومتوب کې واده کوي، ماشومه ده."

تراوسه د طالبانو حکومت د سیګار دغه راپورته غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو ویلي، چې د افغان میرمنو او نجونو شرعي حقونو ته ژمن دي. د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم څو اونۍ وړاندې وویل، چې د طالبانو حکومت ښځو ته د تعلیم په ګډون د هغوی ټول شرعي حقونه ورکوي، خو زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې باید له بیړې کار وانخیستل شي.

ندیم کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې لویدیځ هیوادونه په دې تورن کړل، چې د ښځو د حقونو له مسلې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو له مسلې ناسمه ګټه پورته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG