د لاس رسي وړ اتصالات

سینګاپور هغه قانون لغوه کوي چې د نارینو ترمنځ همجنسبازي جرم ګڼي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د سینګاپور صدر اعظم لي هسین لونګ وايي چې د استعمار د وخت هغه قانون لغوه کوي چې د نارینو ترمنځ همجنسبازي جرم ګڼي، خو ټېنګار کوي چې واده به یوازې د نر او ښځې ترمنځ کېږي.

د فرانسې خبري اژانس نن یکشنبه اګست ۲۱ (زمری۳۰) راپور ورکړ چې صدراعظم لي هسین لونګ د پالیسۍ جوړونې په یوې لویې غونډې کې وویل: «حکومت به دا قانون لغوه کوي او د نارینو ترمنځ به جنسي رابطه جرم نه وي. زه فکر کوم دا یو ښه کار دی چې وشي او ډېر سینګاپوریان به یې ومني.»

ښاغلي لي وویل چې د ۱۵ کالونو په پرتله اوس وضعیت بدل شوی دی، هغه وخت د سینګاپور حکومت پرېکړه کړې وه چې دا قانون دې په خپل ځای وي. نوموړي وویل چې اوس «نارینه همجنسبازان په محلي کچه او په خاص ډول د ځوانو سینګارپوریانو ترمنځ» منل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د قانون دغه تعدیدل به له اوسنیو ټولنیزو اخلاقو سره برابر وي او «نارینه همجنسبازان به څه نا څه ارام» شي.

د بریتانیا د استعمار له وخت څخه پاتې د سینګاپور د سزا قانون د ۳۷۷ مادې په اساس د نارینو ترمنځ د همجنسبازۍ سزا دوه کاله بند دی.

د همجنسبازانو د حقونو مدافعان وايي چې دا قانون د دغه بډایه هېواد له متحرک فرهنګ سره په ټکر کې دی او حقوقي ستونزې زېږولې دي.

له دې هر څه سره سره د دغه قانون لغوه کول بیا هم نارینو همجنسبازانو ته اجازه نه ورکوي چې واده وکړي او صدراعظم لي وویل چې اکثریت سینګاپوریان نغواړي د دغه قانون لغوه کېدل د واده په اړه یوه بله اجتماعي ستونزه وزېږوي.

XS
SM
MD
LG