د لاس رسي وړ اتصالات

غور کې د سیلابونو راوتلو له امله شپږ کسان مړه شوي - چارواکي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د غور په ولایت کې چارواکي وايي، سیلابونو ددغه ولایت په مرکز او شاوخوا سیمو کې شپږ کسان وژلي او نږدې ۱۰۰ کورونه یې نړولي دي.

په غور کې د طالبانو د والي وياند عبدالواحد حماس وايي، د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۳ (غبرګولي دوهمه) په مرکز فيروزکوه کې درې ښځې او يو ماشوم هغه مهال مړه شول، چې کورونه یې سیلاب لاندې کړل.

د حماس په خبره، د پسابند په ولسوالۍ کې هم د سیلاب له کبله یو سړی او یوه ښځه اوبو وړي او وروسته یې مړي موندل شوي او یو بل کس لادرکه شوی دی.

هغه وویل، له ۱۰۰ څخه زیات کورونه او شاوخوا ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او د کروندو د خړوبولو کانالونه هم زیانمن شوي دي.

حماس فرانس پرس ته ویلي چې ددې تازه سیلابونو له امله د اوښتو مالي زیانونو په اړه تراوسه نور جزیات نه لري.

له دې څه باندې یوه میاشت وړاندې د اروزګان او پروان په شمول د افغانستان په څو ولایتونو کې د سختو سیلابونو راوتلو خبر ورکړل شوی وو چې له کبله یې سلګونه کورنۍ اغېزمنې شوې وې.

د مرستندویو ادارو په وینا افغانستان د نړۍ یو له ترټولو ناوړه بشري ناورینونو سره مخامخ دی. څیړنې همدارنګه دا هیواد د اقلیم د بدلون له امله د رامینځته شوي سختې هوا د اغیزو له کبله خورا زیان منونکی بولي. په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي، افغانستان د نړۍ په هغو څلورو هیوادونو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله مخ په زیاتیدونکي ډول د بشري او طبیعي ناورینونو سره مخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د مارچ په میاشت کې وویل چې له لسو څخه نهه افغان کورنۍ کافي خواړه نه لري.

په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني جمهوریت د نظام له ړنګېدو او طالبانو بیاواکمنېدو راهیسې، افغانستان سره نړیوالې مرستې ځکه کمې شوي چې ډیرو نړیوالو هېوادونو د طالبانو سره له راکړې ورکړې ډډه کړې ده.

طالبانو ښځې د نادولتي موسسو او ملګرو ملتونو سره د حیاتي مرستو د رسولو په برخه کې له کار څخه منع کړي دي. پداسې حال کې چې نړیوالو مرستندویو سازمانونو ویلي د افغانستان سره د مرستې دپاره د اړینو نغدو مرستو په راټولولو کې پاتې راغلي دي.

غور ولایت په وروستیو کلونو کې د اوږدې وچکالۍ شاهد و.

XS
SM
MD
LG