د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبان دې د اقلیمي بدلون او چاپېریال تخریب ګواښونه جدي ونیسي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مرستیال رامز الا کبروف وايي، د دغه هیواد خلک د اقلیم د ویجاړونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي او د افغانستان اوسنۍ اداره دې دغه ګواښونه جدي ونیسي.

ښاغلي الاکروف په مصر کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ اقلمي بدلونونو کنفرانس کې ویلي چې افغانستان اوس مهال له پرله پسې طبیعي پېښو سره مخ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د مرستیال په وینا دغه ګواښونو پر کرنیز معیشت د افغانانو له ډیرې اتکا، د افغانستان له ضعیف ایکوسیستم، جدي چاپیریالي تخریب، کمزوري ټولنیز- اقتصادي پرمختګ او د څلورو لسیزو جګړو زیږنده دي.

ښاغلي الاکبروف زیاته کړې: "زه په افغانستان کې اوسنۍ اداره هڅوم چې د اقلیم د بدلون او د چاپیریال د تخریب ګواښ ته جدي پام وکړي، او د افغانستان له پراخې تنوع څخه په ګټې اخیستنې د افغاني ټولنې د ټولو برخو سره په ګډه د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره مبارزه وکړي."

د ملګرو ملتونو په وینا افغانستان تر دې مخکې هم د سختې وچکالۍ شاهد و او د روان کال سخت سېلابونه او د دغه هیواد په جنوب ختیځ کې د تیرې جون میاشتې زلزلې د خلکو ژوند، معیشت، کورونو او زیربناوو ته زیان رسولی دی.

ښاغلي الاکبروف زیاته کړې چې د افغانستان خلک د اقلیمي تغیراتو پر مهال زیات زیانمن کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مرستیال زیاتوي چې اوس مهال د افغانستان خلک په یوازې ځان له دغه ستونزو سره مبارزه نشي کولای. هغه د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي چې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون د تغیراتو په وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي.

هغه ویلي چې له سیاسي خنډونو پرته، افغانستان د اقلیمي تمویل څخه بهر نه شي پاتې کیدای: "د افغانستان لپاره اوس اقدام ته اړتیا ده. "موږ انتظار نشو کولی. افغانان د انتظار وخت نه لري. ټولې خواوې دې ګډه زمینه او ګډ لامل پیدا او د یو باثباته راتلونکي افغانستان لپاره دې کار وکړي. موږ باید دا هم روښانه کړو چې دا ستونزه یوازې په افغانستان پورې ځانګړې نه ده، دا یوه لویه سیمه ییزه مسله ده، او اوس په افغانستان کې د څه نه کولو ناکامي به د ټولې سیمې د اقلیمي چارو پر وړاندې د پام وړ خنډ رامنځته کړي."

د ملګرو ملتونو دغه مقام خبرداری ورکړی که چیري په افغانستان کې په دې اړه اقدام ونشي، د دغه وضعیت دوام به د ټولې سیمې په زیان وي.

ښاغلي الاکبروف زیاته کړې د افغانستان په زیاتو سیمو کې وکالي اوس عادي خبر ګرځېدلې او سخت بارانونه د ځمکې ښویېدو او سېلابونو را وتلو ترڅنګ د اقتصادي پرمختیا او د خوړو نه خوندیتوب او د مهاجرت لامل ګرځېدلي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس افغانستان د اقلیمي تغیراتو په وړاندې ډېر لږ چمتووالی لري او په نړۍ کې د اقلیمي ګواښونو څخه د تر ټولو زیاتو ځپل شویو هیوادونو په ډله کې شپږم هیواد دی.

XS
SM
MD
LG