د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه سېلابونو د مالي زیانونو ترڅنګ،۱۳ کسان مړه کړي


طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وايي، په افغانستان کې د تازه سېلابونو له امله ۱۳ کسان مړه شوي دي.

د یاد وزارت مرستیال شرف الدین مسلم د شنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمري ۲۲) رسنیو ته لېږلي پیغام کې ویلي چې د تیرې پنجشبې ورځې مازدیګر راپدېخوا د دغه هیواد په لسو ولایتونو کې تر بارانونو وروسته سخت سېلابونه راوتلي دي.

د ښاغلي مسلم په وینا په اوو ولایتونو کې د سېلابونو د زیات شدت له امله ۱۳ کسان مړه شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

هغه ویلي: "د زمري میاشتې له شلمې نېټې څخه په لسو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي چې په اوو ولایتونو کې زیات شدت پیدا کړی و، هیودوالو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، ۱۳ هیوادوال شهیدان شوي دي، څلور ښځې او پنځه ماشومان وو، دوه تنه لادرکه دي."

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت مسؤلین وایي چې د سېلابونو له امله ګڼې فرعي لارې او کرنیزې ځمکې هم تخریب شوي دي.

طالب چارواکي زیاتوي چې دوی سېلاب ځپلو سیمو ته لومړنۍ مرستې رسولي او په خبره یې د سروې لړۍ روانه ده. خو وايي چې اوښتو زیانونو ته په کتو دغه مرستې کافيت نه کوي.

دوی له نړیوالې ټولنې او نړیوالو خیره بنسټونو څخه له افغان سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کوي.

میدان وردګ، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، کاپیسا او کندهار هغه ولایتونه دي چې ویل کیږي وروستیو سېلابونو سخت ځپلي دي.

پر همدې مهال د میدان وردګو ولایت سیمه ییز مسؤلین وايي، د دغه ولایت د سید اباد ولسوالۍ تنګي درې «دوآب» سیمه کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶ کورونه په بشپړه توګه تخریب شوي او تر څنګ ګڼې کرنیزې ځمکې هم سېلاب ویجاړي کړي دی.

بلخوا د کاپیسا ولایت اوسېدونکي وايي چې د تیري جمعې په ورځ د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې هم سیلاب خلکو ته زیات مالي زیانونه اړولي دي.

د محمد امین په نوم د نجراب ولسوالۍ یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې د یادو سېلابونو له امله په دغه ولسوالۍ کې څو کورونه او یو جومات تخریب شوي دي.

هغه وویل چې د سېلابونو له امله زیات فرعي سړکونه، کرنیزې ځمکې او فصلونه تخریب شوي دي. د نوموړي په وینا مسؤلین او نړیوال خیره بنسټونه باید له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې د چې د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې پرون او نن یکشنبه هم د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.

په دغه ولایتونو کې بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بغلان، کابل، بامیان، دایکندي، میدان وردګ لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، زابل، ارزګان او کندهار شامل دي.

د افغانستان د هواي پیژندنې ملي ادارې پرون شنبه ویلي چې د ورښت کچه به په بیلابیلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي مترو پوري وي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG