د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوایي ډګر کې له تعلیمي‌ سپیانو څخه استفاده یبا پیل شوه 


د کابل د نړیوال هوایي ډګر په دروازو کې تعلیمي سپیان بیرته راوستل شوي او د امنیت په ټینګښت کې له امنیتي مسولینو سره مرسته کوي.

د کابل د نړیوال هوایي ډګر نظم تیره میاشت په افغانستان د طالبانو له واکمنیدو او د امریکا په مشرۍ د نړۍ د یو شمیر هیوادونو له خوا د تخیلې د عملیاتو په مهال خراب شوی و.

د کابل د هوایي ډګر د امنیتي برخې د یوه مسول ډګروال محمد نعمان په وینا، دغو سپیانو په رسمي ډول خپل کار د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ پیل کړی دی.

ښاغلي نعمان وویل: "ډیر پلټونکي سپیان په هوایي ډګر کې پرېښودل شوي وو او وږي وو. بنا هغوی مو خپل مرکز ته راوړل او اوس د یوې میاشتې راهیسې یې پالنه کوو، په معیاري ډول اوبه، خواړه او سرپناه مو ورته برابره کړېده."

د چارواکو په وینا، د کابل هوایي ډګر د روانې اوونۍ په پیل کې د تجارتي الوتنو لپاره پرانیستل شوی او د ښاغلي نعمان په وینا د هغه ټیم له طالبانو سره په همکارۍ خپلې چارې پرمخ بیایي.

د کابل د نړیوال هوایي ډګر دغه امنیتي مسول وویل، دا سپیان د امریکایانو له خوا په هوایي ډګر کې پاتې وو او د هغه ټیم یې پالنه کوله، خو دا تر اوسه معلومه نده چې دقیقا چا دغه تعلیمي سپیان پریښي دي.

ښاغلي نعمان وویل: " ۱۵ روزل شوي سپیان لرو. دوه یې ښځې دي چې د بچیانو د زېږولو او روزنې لپاره کارول کیږي. پاتې ۱۳ نور یې زموږ په ټولو دریو امنیتي محلاتو کې توظیف شوي دي."

د امریکا پوځ هغه راپورونه رد کړي دي چې ګواکې دا سپیان یې د کابل په هوایي ډګر کې پریښي دي خو زیاته کړې یې ده چې یو شمیر سپیان یې د حیواناتو د پالنې یوه بنسټ ته پریښي دي.

محمد نعمان هم ددغو سپیانو د اصلي مالکانو په اړه چې د هغه ټیم موندلي دي زیات معلومات ورنکړل.

XS
SM
MD
LG