د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نړۍ د سنوکر سیالیو دویم مقام وګټو


د سنوکر په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي وکولای شول چې دویم مقام ترلاسه کړي.

د ( آی بي ایف ایس) سنوکر نړیوالې سیالۍ د نومبر له ۱۲ نیټې څخه تر ۲۷ نیټې پورې د نړۍ د ۳۲ هیوادونو د ۱۴۹ غوره لوبغاړو په ګډون په میانمار کې ترسره شوې.

له افغانستان څخه په دغو سیالیو کې صالح محمد محمدي، ریس خان سنزي او زمري حساس ګډون کړی وو.

افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي د نړۍ د اتو هیوادونو سره سیالۍ وکړې.

د سنوکر افغان لوبغاړی صالح محمد محمدي
د سنوکر افغان لوبغاړی صالح محمد محمدي

په پای لوبه کې محمدي د ولز هیواد لوبغاړي دارین مورګن سره سیالي وکړه چې لوبه شپږ د صفر پرړواندې د مورګن په ګټه پای ته ورسیده، او له دې سره افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي دویم مقام وګټو.

صالح محمد محمدي امریکا غږ ته وویل چې په ګروپي سیالیو کې د استرالیا، اتریش، میانمار، هندوستان، جاپان، مغلستان، قطر او تایلند هیوادونو څخه لوبغاړو ته ماتې ورکړې او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

محمدي وايي: " ما وکولای شول اتو ملکونو ته ماتې ورکړم، خو متآسفانه په پای لوبه کې مې وبایلله، نورو هیوادونو ته چې زه ګورم ما په تش لاس دا مقام ګټلی دی" .

د افغانستان د سنوکر فدراسیون مشر محبوب شاه دارابي امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې ډیر د خوشحالۍ ځای دی چې افغان لوبغاړی دویم مقام ته رسیدلی دی.

دارابي وايي چې صالح محمد محمدي د سنوکر په نړیوالو سیالیو کې چې د ( آی بي ایف ایس ) په نوم یادیږي، دویم مقام وګټو.

دارابي وايي: "زموږ اتل چې د ورزش په تاریخ کې به تکرار نه شي وکولای شول چې ویاړ وګټي ".

صالح محمد محمدي تردې وړاندې په ۲۰۱۳ کال کې د آسیا جام،په ۲۰۱۵ کال کې په ټیمي سیالیو کې اتلولي او سږکال په انفرادي سیالیو کې دویم مقام وګټو.

د سنوکر افغان لوبغاړی صالح محمد محمدي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:53 0:00

د یادولو وړ ده چې د سنوکر لوبه اوس د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې په رسمي توګه کیږي چې ۱۶ لوبغاړي د ملي ټیم غړیتوب لري او په لسګونه لوبغاړي دغه لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG