د لاس رسي وړ اتصالات

بلجیم د فوټبال د نړیوال جام درېیم مقام وگاټه


د بلجیم د فوټبال ټیم د فوټبال د ٢١ نړیوال جام د ژیړو مدال وگاټه
د بلجیم د فوټبال ټیم د فوټبال د ٢١ نړیوال جام د ژیړو مدال وگاټه

د بلجیم د فوټبال ټیم یو ځل بیا د فوټبال د نړیوال جام په لوبو کې د انگلیستان ټیم ته ماته ورکړه او د ٢١ نړیوال جام د ژیړو مدال یې وگاټه.

د بلجیم ملي ټیم چې په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام په گروپي لوبو کې یې هم انگلیسانو ته یو د صفر په مقابل کې ماته ورکړې وه، دا ځل یې دوه د صفر په مقابل کې ترې لوبه وگټله او د نړیوال جام درېیم مقام یې خپل کړ.

دا د بلجیم د فوټبال په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ټیم یې یو داسې مقام ترلاسه کوي. بلجیم د روسیې د ٢٠١٨ کال د فوټبال د نړیوال جام د لوبو د پیل راهیسې یواځې یو وار ماتې خوړلې ده.

د بلجیم د ټیم لومړنی گول ددې ټیم مهاجم میونیر، د لوبې په څلورمه دقیقه کې وواهه او د لوبې دوهم گول بلجیمي لوبغاړي هازارد، په ٨٢ دقیقه کې وواهه.

که څه هم چې د انگلیستان ټیم د ۴-۴-۲ په جوړښت میدان کې لوبه کوله چې یو دفاعي سیستم گڼل کیږي، خو بیا هم د بلجیم مهاجمانو یې څو ځلې دفاع ماته کړه او د انگلیستان گولکیپر یې له ازمون سره مخامخ کړ.

پاتې دې نه وي چې د انگلیستان د منځني خط مهاجم د مساوي کیدو لپاره یو طلایي فرصت ترلاسه کړ، خو د بلجیم مدافع وکړای شول چې توپ د گول کیدو مخه ونیسي.

په روسیه کې د ٢٠١٨ کال د فوټبال د نړیوال جام وروستۍ لوبه د فرانسې او کروشیا د ټیمونو ترمنځ ده چې سبا د یکشنبې په ورځ (جولای ١٥) د مسکو په لوژنیکي ورزشي ستدیوم کې کیږي.

کروشیا یو کوچنی هیواد دی چې د پخوانۍ یوگوسلاویا د ټوټه کیدو په نتیجه کې په ١٩٩١ میلادي کال کې د یو ریفرندوم په نتیجه کې جوړ شو.

XS
SM
MD
LG