د لاس رسي وړ اتصالات

انګلیستان د کولمبیا نه لوبه په پنالتي وهلو کې وګټله


د انګلیستان د ټیم کپتان کین د پنالتي وهلو په ترڅ کې
د انګلیستان د ټیم کپتان کین د پنالتي وهلو په ترڅ کې

د انګلیستان د فوټبال ملي ټیم د روسیې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام یو پر څلور پړاو ته مخه کړه او اوس به ددې جام د اتو مخکښو ټیمونو سره سیالي کوي.

د انګلیستان ټیم په پنالتي وهلو کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام بل پړاو ته لاړ او اوس به د ۳۲ ټیمونو نه د پاتې اتو ټیمونو سره لوبه وکړي.

د انګلیستان ټیم چې په ۱۹۹۰ کې د جرمني په وړاندې لوبه په پینالتي وهلو کې ۴ د دریو په مقابل کې بایللې وه، دادی په ۲۰۱۸ کې یې وکړای شول خپله هغه ماتې جبران کړي.

د انګلیستان ټیم د لوبې تر وروستۍ دقیقې پورې یو د صفر په وړاندې مخکې و، خو د کولمبیا مهاجم په وروستیو ثانیو کې ګول وواهه او لوبه اوږده شوه.

د انګلیستان د فوټبال ملي ټیم
د انګلیستان د فوټبال ملي ټیم

د انګلیستان او کولمبیا ټیمونو لوبه د ۹۰ دقیقو وروسته بیا په دوو ۱۵، ۱۵ دقیقو اضافي وخت کې یو د یو په وړاندې مساوي شوه او د فیفا د مقرراتو سره سم ټیمونو پنځه پنځه پینالتي وهلو ته مخه کړه.

د کولمبیا دریو لوبغاړو خپله دنده ترسره کړه، خو ددې ټیم ۱۵ نمره لوبغاړي پنالتي ونشوه وهلی او همداشان د انګلیستان ګولکیپر د کولمبیا د ۷ نمره لوبغاړي شوت ونیو.

بلخوا د انګلیستان ۹، ۱۹، ۱۲ او ۴ نمره لوبغاړو خپلې پنالتي شوتونه ګول کړل خو د انګلیستان د اتم نمره لوبغاړي شوت د کولمبیا ګولکیپر ونیو. خو بیا هم په نتیجه کې لوبه څلور پنالتي د دریو پنالتي په مقابل کې انګلیستان وګټله.

د روسیې د ٢٠١٨ کال د فوټبال د نړیوال جام د سه شنبې د ورځې (جولای ۳) په لومړنۍ لوبه کې سویډن د سویس ټیم ته ماتې ورکړه او د اتو ټیمونو په کتار کې ودرید چې په بل پړاو کې لوبې کوي. سویډن دا لوبه دوه د صفر په مقابل کې وگټله.

ذ سویډن د فوټبال ټیم پر سویس باندې له بري وروسته
ذ سویډن د فوټبال ټیم پر سویس باندې له بري وروسته

​اوس روسیه، فرانسه، انګلیستان، سویډن، بلجیم، برازیل، کرواشیا او یوروګوای سره سیالي کوي. د روسیې د ۲۰۱۸ کال د فیفا د نړیوال جام وروستۍ لوبه د جولای په ۱۵ په مسکو کې کیږي.

XS
SM
MD
LG