د لاس رسي وړ اتصالات

يوه اونۍ دې د ټولنيزو رسنيو په نوم شي


په افغانستان کی د آزادو رسنيو د ملاټر اداره وايي له دريو کلو راپدېخوا له حکومت نه غواړي چی دا سد دمياشتې لومړۍ اونۍ دې دحکومت په رسمي جنترۍ کې دټولنېزو رسنيو په نوم، دا دريم کال دې چی دنۍ اداره دا اونۍ لمانځي.

د آزادو رسنيو دملاتړ دادارې مشر مجيب خلوتگر اشنا راډيو ته وويل دټولنيزو رسنيو په نوم د اونۍ نومولوهدف يي په افغانستان کی دبيان دآزادئ معرفت او ددی رسنيو بنسټيزه کول دي.

ښاغلي خلوتگر وويل "اساسی موخه موداده لکه څنگه چې بايد ټولنيزې رسنۍ د خلکو په گټه وکارول شي، په هماغه رقم یي مونږ خلکو ته وروپيژنو ترڅو دوئ ترې په سمه توگه کار واخلي که هغه داقتصادي پرمختگ،دخلکو دپوهاوي د کچې د لوړوالي، په سياسي او يا هم په نورو برخو کی وي او همدارنگه دا لمانځنې به د فشار د آلې په توگه حکومت دې ته اړ کړي چی دبيان آزادي په ځانگړې توگه ټولنيزې رسنۍ په رسميت وپيژني."

د آزادو رسنيو د ملاتړ اداره وايي له دريو کلوراهيسې مو د ټولنيزو رسنيو د وړانديز په برخه کی د حکومت له لورې ځواب نه و تر لاسه کړې خو سږکال د اطلاعات او کلتور وزارت ورسره ژمنه کړې چی راتلونکې کال د اسد د مياشتې لمړې اونۍ به دټولنيزو رسنيو په نوم د حکومت په رسمي جنترۍ کی درج کړي.

د نې اداره وايي د دوئ دا وړانديز په پاريس کې د يونسکو تر دفتره رسيدلې خو د نهايي پريکړې احوال یي دوی ته ندې ورکړې،

دوی د ملگرو ملتونوڅخه هم غوښتنه کوي چی د اسد د مياشتې اوله اونۍ د افغانستان په نوم د يونسکو په جنتري کی درج کړي.

له بلې خوا د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي نن سبا دوه ميليونه افغانان انترنيت کاروي چې يو نيم ميليون یي د ټولنيزو رسنيو په ځانگړې توگه دفيسبوک کاروونکي دی.

د مخابراتو دوزارت وياند نصرت رحيمي اشنا راډيو ته وويل "په دقيقه توگه نږدې kنهه سوه زره هيوادوال دفيسبوک کاروي او د تکنالوژئ په برخه کې يي ددی وزارت لاسته راوړنې تاريخي وبللې او ويي ويل چی وزارت ژمن دې چی پدې برخه کی به خلکو ته نورې اسانتياوې هم برابرې کړي."

د ټولنيزو رسنيو کار کوونکي وايي که چيرې داډول رسنيو څخه سم کار واخيسل شي نو خلکو ته يي گټه ډيره ده.

د ذابل ولايت اوسيدونکې عصمت الله هم ورته نظر لري هغه وایي، زه په خپله فيسبوک کاروم ماترې ښه گټه اخيستې،زما لپاره د تازه خبرونو منبع گرځيدلې، ځينې لنکونه چې په فيسبوک کی وينم او لولم یي نوزما لپاره د معلوماتو ښه وسیله گرځيدلې ،زه یي لوستلو ته هڅولې يم.

د ازادو رسنيو دملاتړ دادارې مسوول مجيب خلوتگر هم د ټولنيزو رسنيو پرځای کارول په ټولنه کې د فکري بدلون درامنځته کولو ښه وسيله گني.

نوموړې ادارې په داسې حال کې دا اونۍ دټولينزورسنيو په نوم نومولې چې په دې وروستيو کې د ټولنيزو رسنيود کارولو په څرنگوالی دحکومت په ځانگړې توگه د امنيت دشورا له خوا ديو شمير محدوديتونو د وضع کيدو خبرې شوې وې چی د رسنيواو مدني ټولنو دسخت غبرگون سره مخ شوې.

XS
SM
MD
LG