د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک، ټویټر او لنکډان د خپلو افغان کارکوونکو حسابونه خوندي کوي 


ټولنیزې رسنۍ
ټولنیزې رسنۍ

فیسبوک، ټویټر او لنکډان ټولنیزو شرکتونه وايي چې د طالبانو د بریدونو له ویرې د خپلو افغان کاروونکو د حسابونو ساتنه او محافظت کوي.

د فیسبوک د پالیسۍ مشر ناتانیل ګلیچر د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري۲۸) په خپل ټویټر کې ولیکل: «فیسوک په افغانستان کې په موقت ډول د خپلو کاروونکو د حسابونو د مشاهدې کولو او د هغوی د موندلو برخه لغوه کړې ده.»

نوموړي وویل چې دوی په افغانستان کې د خپلو کاروونکو د حسابونو د بندولو لپاره د «یو کلیک» بټنه هم اضافه کړې او په دې کار سره هغه خلک چې په فیسبوک کې له دوی سره ملګري نه دي، د هغوی پوستونه لیدلای نشي.

په فیسبوک سربېره د ټویټر لینکډان ادارو هم ویلي دي چې په افغانستان کې د خپلو کاروونکو د حسابونو د حفاظت لپاره یې ځینې اقدامات پیل کړي دي.

ټویټر وايي د نورو محافظتي اقداماتو تر څنګ د خپلو کاروونکو د امنیت لپاره د مدني ټولنو له شریکانو او د انټرنټ له ارشیف سره په تماس کې دی‌ چې د ارشیف شویو ټویټونو د لغوه کولو لپاره د تقاضا پروسه او بهیر چټک شي.

د لنکډان شرکت هم ویلي دي چې په موقت ډول یې په افغانستان کې د خپلو کاروونکو حسابونه پټ کړي چې نور عمومي کارکوونکي یې ونشي لیدلای.

د نړۍ د ټولنیز رسنیو دغو شرکتونو له هغه وروسته په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د امنیت او محافظت لپاره دا اقدام وکړل چې طالبانو کابل ونیوه او د بشري حقونو سازمانونو اعلان وکړ چې طالب جنګیالي د هغوی کسانو پسې کور په کور ګرځي چې له بهرنیو او افغان ځواکونو سره یې کار کړی و.

وایي طالبانو دا بهیر چټک کړی دی.

خو وسله وال طالبان وايي دوی «عمومي بخښنه» اعلان کړې او چا سره کار نلري.

XS
SM
MD
LG